منځنی ختیځ

د سوریې په حلب کې ځانمرګي برید لږ تر لږه یو امنیتي سرتیری وواژه

انځور- په سوریه کې د چادونې د سیمې

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په حلب کې په یوه ځانمرګي په برید کې چې شک کیږي له داعش سره تړاو لري، یو امنیتي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه بریدګر هڅه کوله چې د نوي کال په شپه د حلب په شمالي ښار کې یوه کلیسا په نښه کړي، خو ځان ته یې د یوې امنیتي ګزمې ترڅنګ چاودنه ورکړه.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نورالدین البابا، ویلي دي چې د بریدګر د هویت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. هغه دولتي ټلویزیوني شبکې «الاخباریه» ته ویلي چې ګمان کیږي مشکوک کس «له داعش سره تړلې ایډیالوژیکه یا سازماني مخینه ولري».

دا برید په داسې وخت کې کیږي چې سوریايي چارواکو له داعش سره په مبارزه کې له امریکایي ځواکونو سره خپله همکاري زیاته کړې ده.

له دې وړاندې په ډسمبر میاشت کې، د متحده ایالاتو د اردو دوه سرتیري او یو ملکي ژباړن په سوریه کې د داعش د یو مشکوک غړي لخوا چې د متحده ایالاتو او سوریایي ځواکونو یو کاروان یې په نښه کړی و، ووژل شول او وروسته بریدګر په ډزو ووژل شو.

د متحده ایالاتو اردو په دغه هېواد کې د داعش پر لسګونو اهدافو د پراخو بریدونو په ترسره کولو سره دغه برید ته ځواب ووایه.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د چهارشنبې ورځې برید د حلب په «باب الفرج» سیمه کې شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

په هغه انځورونو کې چې د سوریې دولتي خبري اژانس، سانا، لخوا خپاره شوي، له ځانمرګي برید وروسته یوه زیانمنه شوې ډبرینه لاره لیدل کیږي، د لارې په اوږدو کې کثافات او تاو شوې اوسپني خپرې دي او پر دیوالونو د لوګي داغونه لیدل کیږي.

د یادولو وړ ده چې د سوریې حکومت د هغو پخوانیو وسله والو لخوا رهبري کیږي چې د ۲۰۲۴ میلادي کال په وروستیو کې یې له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته، د دغه هېواد د پخواني مشر بشار اسد حکومت نسکور کړ او په دوی کې په سوریه کې د القاعدې د پخوانۍ څانګې غړي هم شامل دي چې له دغې ډلې جلا شوي او له داعش سره په جګړه کې دي.

سوریه اوسمهال د داعش پر ضد د متحده ایالاتو په مشرۍ له ایتلاف سره همکاري کوي او دواړه لوري د نومبر په میاشت کې، هغه مهال چې د سوریې د سرپرست حکومت رئیس احمد شرع له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړه، یوې هوکړې ته سره ورسېدل.