په هرات کې ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د رسنیو له مدیرانو او یوتیوبرانو سره په یوه ناسته کې ترې ژمنه اخیستې، چې د «ژوندي شیانو» د انځورونو د خپرولو بندیز به عملي کوي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف رییس د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره یوځای، د چهارشنبې په ورځ د هرات د رسنیو مسوولین او یو شمېر یوټیوبران یوې ناستې ته وربللي او هغوی ته یې ابلاغ کړی، چې له دې وروسته د هر ډول ژوندي شي د انځور ثبت او خپرول منع دي.
سرچینې زیاتوي، چې دا لارښونه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له قوله شوې او ټینګار پرې شوی، چې دا بندیز باید د هرات په ټولو تصویري رسنیو او دغه راز د یوټیوب په چینلونو کې په جدي ډول عملي شي.
د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې له رسنیو او د تصویري محتوا له تولیدوونکو غوښتنه شوې، چې په خپلو راپورونو، خپرونو او نورو محتواوو کې د خبریالانو، ویاندویانو او نورو کسانو د څېرو له خپرولو ډډه وکړي.
تر دې وړاندې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د قانون د اوولسمې مادې پر بنسټ، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ژوندۍ شیانو د انځورونو خپرول منع کړي دي.
دا محدودیتونه تر ډېره په هغو ولایتونو کې عملي شوي، چې د طالبانو د مشر نفوذ پکې زیات ښودل کېږي.
