د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن سهشنبه له یوه ایراني پلاوي سره د رېلپټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د رېلپټلۍ د همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی.
په دې ناسته کې د ایران د رېلپټلۍ ادارې مشر عبدالجبار ذاکري ویلي، چې هېواد یې لېواله دی د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ شبکه پراخه کړي او له دې مسیر څخه چین له اروپا سره ونښلوي.
ذاکري د دې طرحې د عملي کېدو لپاره دې یو ګډ کمېسیون جوړېدو وړاندیز کړی او ټینګار یې کړی چې اړوندو شرکتونو سره دې خبرې پیل شي.
بلخوا، د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې تر دې وړاندې یې له ایراني چارواکو سره د دې پروژې پر اقتصادي ارزښت او اهمیت خبرې کړې دي، چې د ګډ کمېسیون جوړول او د پروژې د عملي چارو پیل باید د دواړو هېوادونو له لومړیتوبونو څخه وي.
