د بدني مجازاتو د دوام په لړ کې، د طالبانو سترې محکمې نن سهشنبه (د جدی ۹مه) ویلي، چې په پروان ولایت کې یې یو سړی او یوه ښځه د «بغیر له واده اړیکو» په تور د خلکو حضور کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا حکم د پروان ولایت د سرخپارسا ولسوالۍ د ابتدایي محکمې له لوري صادر شوی و او له تایید وروسته عملي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ابتدایي محکمې دغه سړی د یو کال تعزیري بند او ۲۰ دُرو، او ښځه د دوو میاشتو تعزیري بند او ۲۰ دُرو په سزا محکومه کړې وه.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې یادې سزاوې د قضایي غړو، د طالبانو د ادارو د مسوولینو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې تطبیق شوې دي.
طالبانو پرون هم په پروان ولایت کې دوه تنه پرته له واده اړیکو لرلو په تور په دُرو وهلي وو.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بدني مجازاتو د پلي کېدو خبرونه ورکړي دي؛ هغه کړنې چې د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او دغو بنسټونو د دا ډول سزاوو د درولو غوښتنه کړې ده.
خو طالبان ټینګار کوي، چې دا احکام د دوی د شریعت د تفسیر پر بنسټ او د قضایي بهیر له بشپړېدو وروسته عملي کېږي.
