افغانستان

بدخشان کې د سرو زرو د کان نړېدو له امله ۳ کارکونکو ژوند له لاسه ورکړی

بدخشان کې د سرو زرو د زېرمې. عکس له آرشیف څخه

بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په کشم ولسوالۍ کې د سرو زرو د يو کان د نړېدو له امله لږ تر لږه درې کارکوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي مسولینو ویلي دا پېښه نن، د جدۍ په ۸مه، د کشم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د کشم ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال حيات‌الله محسن ويلي، چې د قربانيانو جسدونه له پېښې ځایه را ايستل شوي دي.

نوموړي د کان د نړېدو د دقيق لامل په اړه جزييات نه دي ورکړي او زياته کړې يې ده، چې په دې تړاو څېړنې روانې دي.

خو ویل کیږي، چې بدخشان کې د کانونو غیرې مسلکي کېندنې، د معیاري خوندیتوب وسايلو نشتوالی او په کانونو د لازمې څارنې کمښت، د ورته پېښو د رامنځته کېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.