پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اسلاماباد پولیسو د یکشنبې په ورځ د «سنګجاني» په ګډون د دغه ښار په بېلابېلو سیمو، کې پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د څلورو افغانانو په ګډون ۴۱ شکمن کسان نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، له دغو کسانو څخه «وسلې، مهمات او مخدره توکي» هم ترلاسه شوي دي.
یوې پاکستانۍ رسمي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، دا عملیات د صدر سیمې د پولیسو د مشر کاظم نقوي تر څارنې لاندې ترسره شول.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د عملیاتو پر مهال پولیسو ۱۷۷ تنه، ۶۶ کورونه، ۳۵ موټرسایکلونه او ۱۵ نور وسایط پلټلي دي.
یاد چارواکي زیاته کړې چې ۱۲ موټرسایکلونه او ۴ نقلیه وسایط د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د نورو څېړنو لپاره اړوندې حوزې ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دې پلټنو کې «وسلې، مهمات او مخدره توکي» کشف شوي او د ۴ افغانانو په ګډون ۴۱ شکمن کسان د نورو تحقیقاتو لپاره توقیف شوي دي.
د اسلاماباد د پولیسو مشر کاظم نقوي ویلي چې د ده تر مشرۍ لاندې ځواکونه به په پلازمېنه کې د نظم او امن ساتلو په موخه د «جنایي عناصرو» پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ چې د اوسېدونکو خوندیتوب او امنیت د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دی.
پاکستاني رسنیو د نیول شویو افغانانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. طالبانو هم تر اوسه په پاکستان کې د خپلو دغو وګړو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
