د جمهوریت پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې طالبانو د هېواد په کچه د عصري زدهکړو د سیسټم پر ځای د سختدریځۍ او افراطي مفکورې د ترویج لپاره د زرګونو جهادي مدرسو یوه پراخه او لګښتمنه شبکه رامنځته کړې ده.
صالح پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو د مالیې وزارت له قوله د ځینو پټو اسنادو په حواله کښلي، چې دغه ډله په خپلو مذهبي مرکزونو کې هر زدهکوونکي ته د هڅونې او جذب په موخه د ورځې ۵۰ افغانۍ ورکوي؛ هغه لګښت چې په کال کې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي
د نوموړي په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شپږویشت زره نوې مدرسې جوړې کړې دي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د نویو جوړو شویو عامه ښوونځیو شمېر یوازې درې سوه شپږ اویا ته رسېږي.
صالح تور پورې کوي چې دا لګښتونه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له هغو اوونیزو نغدي کڅوړو څخه تمویلېږي چې د نړۍوالو مرستو په نوم افغانستان ته لېږل کېږي او طالبان له شته بېوزلۍ څخه په ناوړې ګټنې غواړي د ټولنې له محرومو طبقو څخه ماشومان جذب او د خپلې ځانګړې ایډیالوژۍ لپاره یې وروزي.
د امرالله صالح دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د هغو وروستیو راپورونو سره ورته والی لري چې د افغانستان د تعلیمي نظام د وضعیت په اړه خپاره شوي دي.
د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري ادارې یا یونیسکو په خپلو مستندو څېړنو کې تایید کړې چې په افغانستان کې د زدهکړو نصاب په بېساري ډول له ساینسي او عصري مضامینو څخه تش شوی او پر ځای یې داسې مواد اضافه شوي چې یوازې پر مذهبي سختدریځۍ تمرکز لري.
د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا موندنې ښيي چې په دغو نویو تاسیس شویو مدرسو کې د هنر، مدني زدهکړو، کلتور او بهرنیو ژبو ځای د طالباني شریعت نصاب نیولی دی، چې موخه یې د یوه داسې نسل روزل دي چې له نړۍوالو ارزښتونو او عصري مهارتونو سره بیګانه وي.
د ملګرو ملتونو په راپورونو کې راغلي چې د مسلکي او اکاډمیکو ښوونکو پر ځای د هغو کسانو ګومارل چې یوازې په مذهبي حوزو کې یې زدهکړې کړي، د افغانستان د پوهنې کیفیت له سخت زوال سره مخ کړی او دا چاره به په اوږدمهال کې هېواد له یوې لویې فکري او اقتصادي انزوا سره مخ کړي.
دې وضعیت ته په کتو، کارپوهان او نړۍوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ښوونځیو په مدرسه کولو سره طالبان غواړي د ټولنې بنسټیزه فکري اډانه بدله کړي.
د کارپوهانو په باور د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو تړل او بیا د پوهنتونونو دروازې د ښځینه محصلینو پر مخ بندول د دې ښکارندویي کوي چې طالبان د یوه منظم پلان له مخې عصري زدهکړې ځپي او پر ځای یې یوازې هغه ډول روزنه ترویجوي چې د دوی له سیاسي بقا سره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، که دغه وضعیت دوام وکړي او د عصري علومو پر ځای یوازې پر ایډیالوژیکو زدهکړو پانګونه وشي، نو افغانستان به په راتلونکې نږدې لسیزه کې له داسې یو بشري ناورین سره مخ شي چې په هغه کې به د روغتیا، انجنیرۍ او نورو مسلکي برخو لپاره متخصص کدرونه شتون ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو په رسمي ډول ویلي چې دوی د هېواد په کچه د مدرسو شبکه خورا پیاوړې کړې او نږدې شل زره رسمي او غیر رسمي مدرسې د دوی تر نظارت لاندې فعالیت کوي چې په هغو کې د دولتي او جهادي مدرسو یو لوی شمېر هم شامل دی.
