د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي، چې هند افغانستان ته شپږ عرادې امبولانسونه لېږلي دي.
د دې وزارت وياند، شرافت زمان امرخېل، وايي چې ياد امبولانسونه پرون په رسمي ډول د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.
د وزارت د ویاند په وينا، دغه امبولانسونه په پرمختللو طبي تجهيزاتو سمبال دي او کولی شي د سخت حالت لرونکو ناروغانو د لېږد او د عاجلو روغتيايي خدمتونو کې وکارول شي.
هغه زياته کړه، چې دا مرسته کولی شي د روغتيايي خدمتونو ظرفيت، په ځانګړي ډول د بېړنيو حالتونو د رسېدنې په برخه کې رغنده اغیز راولي.
د هندوستان دا مرسته داسې حال کیږي، چې د هند حکومت تر دې وړاندې نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير، اميرخان متقي د سفر پر مهال اعلان کړی و، چې د «ښه نيت د نښې» په توګه غواړي افغانستان سره ۲۰ عرادې امبولانسونو مرسته وکړي.
