د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ښاغلي زلمي خليلزاد په کابل کې له اميرخان متقي سره په يوه ليدنه کې د «افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د دوهاړخيزو اړيکو د پراختيا پر لارو، فرصتونو او ننګونو» خبرې کړې دي.
د ياد وزارت په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې متقي په دې ليدنه کې ويلي، «له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، چې تر څلورو کلونو زيات وخت پرې تېر شوی، د افغانستان د اسلامي امارت (طالبانو) او د متحده ايالاتو ترمنځ تعامل په عملي ډول نوې مرحلې ته داخل شوی دی.»
د اعلاميې پر بنسټ، متقي زياته کړې، چې په بېلابېلو برخو کې د «دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره فرصتونه شته، چې د دوامدارو خبرو له لارې پرې کار کېدای شي.»
په اعلاميه کې د خليلزاد له قوله ويل شوي، چې نوموړي «په افغانستان کې شته امنيت او د بيارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاينې وړ بللي دي.»
د طالبانو اعلامیه کې لیکل شوي، چې خليلزاد د دواړو لورو ترمنځ د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې مهمې بللې او د دوهاړخيزو ليدنو او ناستو پر دوام يې ټينګار کړی دی.
خو ښاغلي خليلزاد تر اوسه په خپله د دې ليدنې په اړه څه نه دي ويلي او کابل ته د هغه د سفر موخه نده څرګنده شوې.
د خليلزاد پخواني سفرونه تر ډېره د طالبانو له بند څخه د امريکايي وګړو پر خوشې کېدو متمرکز وو.
له امريکا سره د اړيکو په اړه د طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له واک ته رسېدو وروسته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان پر وړاندې د متحده ايالاتو تګلاره د بدلون په حال کې ده.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستۍ ناسته کې، چې د ډسمبر پر ۱۰مه د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، د امريکا استازې آلیز ستفانیک وويل، چې طالبان د افغانستان د خلکو اوسنیو ستونزو مسوول دي.
نوموړې وويل، طالبان د خبرو لپاره د باور وړ لوری نه دی او نړيوالې مرستې «ګډوډوي».
د مېرمن ستفانیک په وينا، په افغانستان کې د امريکا لومړيتوب لا هم د خپلو وګړو ساتنه او د متحده ايالاتو امنيت دی.
