لویدیځه اسیا

پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل یو شمېر سرتېرو روسیه کې جدي ۶مې (ډسمبر ۲۵مې) نمانځلې

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو د یووالي او پالنې ټولنې غړو عکس

د جدي شپږمه، چې په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ننوتلو له کليزې سره برابره ده، د روسيې د سووردلوفسک په سيمه کې د افغانستان د جګړې پخوانيو سرتېرو د يادغونډو او ځانګړو مراسمو ترسره کولو سره د دې جګړې وژل شوو سرتېرو او د هغې جکړې د ګډونوالو د درناوي یاد غونډه کړې.

د «اوبلاست‌نایا ګازیتا» د راپور له مخې، دې سيمه کې پر افغانستان د شوروي یرغل د هغه مهال پوځ له ۸ زرو زيات تقاعد شوي سرتېري ژوند کوي او هر کال د ډسمبر مياشتې په وروستيو ورځو کې د دې جګړې له پيل سره تړلې دوه مهمې نېټې نمانځي:

د ډسمبر ۲۵مه، افغانستان ته د شوروي ځواکونو د ننوتلو کليزه، او د ډسمبر ۲۷مه، کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د نيولو کليزه.

د افغانستان د جګړې پر مهال د پخواني شوروي عسکر او د «افغانستان د جګړې متقاعدو او ځانګړو پوځي عملياتو د اتحاديې» د سيمه‌ييزې څانګې مشر ويکتور بابېنکو، دې ورځپاڼې ته ويلي دي:

«د پخوانیو سرتېرو تشکلونه دا زمينه برابروي، چې د جګړې د ګډونوالو انرژي او تجربه په يو ګډ بهير کې او د ټولنې د ګټې لپاره وکارول شي.»

نوموړي زياته کړې، چې د دوی ټولنه د پخوانیو سرتېروه د ټولنيز ملاتړ، د وژل شويو د کورنيو د مرستې او له دولتي بنسټونو سره د همکارۍ تر څنګ، د کلتوري او ښوونيزو فعاليتونو له لارې پر هغه څه تمرکز کوي چې «په ځوان نسل کې د وطن‌پالنې روزنه» بلل کېږي.

د راپور له مخې، د افغانستان د جګړې پخواني شوروي سرتېرو په وروستيو کلونو کې هنري او کلتوري پروژې تطبیق کړي، چې له هغې جملې د مستندو فلمونو جوړول، د ښوونيزو بروشورونو خپرول او په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د «زړورتيا درسونه» ترسره کول دي.

بابېنکو وايي: «دا پروژې نه يوازې د تاريخي حافظې په ساتنه کې مرسته کوي، بلکې موږ ته دا امکان هم برابروي چې خپلې تجربې نوي نسل ته ولېږدوو.»