افغانستان امنیت

ایراني چارواکی: د جنرال سریع د قتل څېړنې دوام لري؛ پایلې به یې «سبا» اعلان شي

په تېر نظام کې د تخار ولایت امنیه قومندان اکرام الدین سریع عکس

د تېر حکومت پر مهال د تخار ولايت د امنيې پخواني قومندان اکرام‌الدين سريع د وژل کېدو د ۷۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته، يو ايراني چارواکی ویلي، چې په دې تړاو تر اوسه څېړنې دوام لري او لا وروستۍ پايله نه ده اعلان شوې.

د تهران والي، حسين خوش‌اقبال، انصاف‌نيوز ته ويلي چې په پلازمېنه کې د يوه افغان وګړي د قتل دوسيه تر څېړنې لاندې ده، خو تر دې دمه وروستۍ نتيجې ته نه ده رسېدلې.

نوموړي زياته کړې چې د دغو څېړنو پايله به «سبا اعلان شي».

د اکرام‌الدين سريع جسد، چې درې ورځې وړاندې په تهران کې ترور شوی و، نن په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

يو شمېر ايراني رسنيو په تهران کې د اکرام‌الدين سريع ترور، چې د هېواد له پخوانيو پوځي چارواکو څخه شمېرل کېده، د طالبانو پر وړاندې د ایران دولت د ناسمې تګلارې پايله بللې ده.

د «جمهوري اسلامي» ورځپاڼې په يوه تحليلي ليکنه کې د تهران په زړه کې د جنرال سريع په ترور نيوکې کړي او ويلي يې دي چې د ايران امنيتي او استخباراتي بنسټونه له يوې پېچلې توطيې سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د جنرال سريع خپلوان او د تېر حکومت يو شمېر سياسي څېرې ادعا کوي چې نوموړی په تهران کې د طالبانو د نفوذي کسانو له خوا ترور شوی دی.

خو د ايران امنيتي بنسټونو د يادې پېښې له تېرېدو درې ورځې وروسته هم تر اوسه کوم رسمي نظر ندی ورکړی، او د طالبانو وياند هم په دې تړاو د آمو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.