د متحده عربي اماراتو ولسمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، نن د جمعې په ورځ په خپل لومړي رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد.
د اماراتو رسمي خبري اژانس (وام) د خبر له مخې، دا په روان میلادي کال پاکستان ته د نوموړي دویم سفر دی؛ تر دې وړاندې هغه په جنوري میاشت کې په رحیم یار خان کې له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي وو، خو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ولسمشر په توګه دا د هغه لومړنی رسمي سفر دی.
نور خان هوايي ډګر ته په رسېدو، د متحده عربي اماراتو ولسمشر ته د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري ښه راغلاست ووایلو شو. د درناوي په دود، کله چې د ولسمشر الوتکه د پاکستان فضا ته داخله شوه، د پوځي جټ الوتکو یوې قطعې یې تر هوايي ډګره ملتیا وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې سفر کې به ولسمشر ال نهیان او لومړی وزیر شهباز شریف د دوه اړخیزو اړیکو پر ټولو اړخونو، سیمه ییزو مسایلو او د دوه اړخیزو ګټو په نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
عربي او نړیوالې رسنۍ د دې سفر تر شا ژور جیو-اکانومیک اهداف ویني. د اماراتو د رسمي خبري اژانس (وام) په حواله، دا لیدنه د هغو ستراتیژیکو همکاریو د نوي کولو هڅه ده چې له مخې یې متحده عربي امارات غواړي په پاکستان کې له مستقیمې پانګونې سربېره، په پام وړ توګه د دغه هېواد په مالي ثبات او دفاعي سکټور کې خپل رول زیات کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “دا سفر به د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د پخوانیو خوږو اړیکو په لا پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او سیمه ییز ثبات په برخو کې د دواړو هېوادونو ګډه ژمنه څرګندوي.”
وزارت زیاتوي چې پاکستان او متحده عربي امارات ژورې ډیپلوماټیکې او کلتوري اړیکې لري. امارات د پاکستان له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی او په دغه هېواد کې میشت په لکونو پاکستانیان د خپل هېواد په اقتصاد کې د پام وړ ونډه لري.
دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې د کلتور، قونسلي چارو او د ګډې سوداګریزې شورا د جوړولو په برخو کې ګڼ شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.
د دې رسمي سفر یوه مهمه برخه د افغانستان په اړه د ګډو لیدلورو همغږي کول دي. د کابل او ابودبۍ ترمنځ د هوایي ډګرونو د مدیریت او نورو اقتصادي پروژو له لاسلیک وروسته، متحده عربي امارات د افغانستان په اقتصادي بیا رغونه کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه راڅرګند شوی دی.
د چارو شنونکي وايي تمه کېږي چې د اماراتو ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر به په افغانستان کې د طالبانو ادارې او د پاکستان تر منځ د اړیکو او و ضعیت په اړه مفصلې خبرې وکړي.
