سیاست

جاپان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه تړي

File photo.

په جاپان کې د افغانستان سفارت، چې تر اوسه د تېر جمهوري نظام د ډیپلوماتانو لخوا اداره کېده، اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۳۱مې نېټې وروسته خپل ټول فعالیتونه په رسمي ډول بندوي.

یاد سفارت د دې پرېکړې لامل د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره مشورې بللې دي او وايي چې دا پرېکړه د دواړو لوریو په خوښه او توافق شوې ده. په اعلامیه کې راغلي: «د سفارت ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او قونسلي خدمات به تر بلې خبرتیا پورې په بشپړ ډول وځنډول شي.»

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ګام د جاپان له چارواکو سره په نږدې همغږۍ او د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون له مخې اخیستل شوی دی. جاپاني چارواکو ژمنه کړې چې د یاد کنوانسیون له مخې به د افغانستان د ډیپلوماتیک ماموریت ودانۍ او ځای ته درناوی کوي او د هغې ساتنې ته به دوام ورکوي.

 په جاپان کې د افغانستان د سفارت مشري اوسمهال شیدا محمد ابدالي کوي. نوموړی د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې د تېر نظام لخوا په توکیو کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی و. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دا سفارت یو له هغو محدودو استازولیو و چې د تېر حکومت د ډیپلوماتانو لخوا اداره کېده.

لا هم څرګنده نه ده چې ایا د دې سفارت فعالیتونه به په راتلونکي کې بېرته پیل شي او که نه، او د جاپان حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده چې په کابل کې د جاپان سفارت هم دا مهال د سفیر پر ځای د دغه هېواد د شارژدافیر (کاردار) لخوا مخته وړل کېږي.