پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) اعلان کړی چې نن د جمعې په ورځ به په لاهور کې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر په هرکلي او د یوې لویې ولسي غونډې په جوړولو سره، د حکومت پر ضد پر سړکونو نوی احتجاجي تحریک پیل کړي.
پاکستاني رسني په دې اړه راپورونو کې وايي چې د پي ټي آی د پنجاب ایالت د تنظیمي چارو مشرې، عالیه حمزه ملک وویل چې دا احتجاجي تحریک د ګوند د بنسټ ایښودونکي عمران خان په ځانګړې لارښوونه د “ولسي پاڅون” په بڼه پیل کېږي.
هغې د لاهور زون په ټولو ټیکټ لرونکو، مسؤلینو، کارکوونکو او وکیلانو غږ وکړ چې نن د لاهور په لبرټي راونډ اباوټ کې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سهیل اپریدي د هرکلي لپاره راټول شي.
عالیه حمزه وویل چې د لاهور پر “مېن بولي وارډ باندې دغه راټولېدنه به د عمران خان د خوشې کولو او په هېواد کې د ایین او قانون د بېرته پلي کېدو لپاره یو تاریخي ګام وي. د پلان له مخې، اعلا وزیر سهیل اپریدی به له خپلې کابینې او د اسمبلۍ له غړو سره لومړی په بېره سیمه کې تم شي او بیا به لاهور ته داخل شي.
دا ولسي پاڅون په داسې حال کې پیلېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان یوې محکمې عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته په یوه قضیه کې د ۱۷ کاله بند سزا اورولې ده، چې دې چارې د ګوند په کچه سخت غبرګونونه پارولي دي. ورته مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د وسلهوالو بریدونه هم زیات شوي، چې ورسره دغه هېواد په یو وخت له سیاسي او امنیتي ترینګلتیا سره مخ دی.
