د «بې پولې ډاکټرانو» سازمان ویلي افغانستان یو بل سخت کال شاته پرېښی، خو د دې بنسټ روغتیایي ټیمونو ان تر ټولو سختو شرایطو کې هم خلکو ته د حیاتي روغتیايي خدمتونو رسولو بهیر ته دوام ورکړی دی.
یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ، د جدي ۴مه، د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې په خپور کړي پیغام کې لیکلي چې روان کال یې افغانستان کې له میندو او ماشومانو د روغتیايي پاملرنې نیولې، د بېړنیو حالتونو لپاره چمتووالي، د نري رنځ (سل) ناروغانو درملنه او د سختو ټپونو تداوي، برخو کې روغتیا فعالیتونه ترسره کړي دي.
د بې پولې ډاکټرانو په وینا، د تېر یو کال اوږدو کې د دې سازمان ټیمونه په بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې، د نويو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګو، د جراحي عملیاتو خونو، د ټپيانو د جراحي درملنې مرکزونو او د نري رنځ د تخصصي درملنې څانګو کې حاضر وو او ناروغانو ته یې مهم روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
دغه بنسټ لیکلي چې لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د دوی د فعالیتونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ هغه سیمې چې په ځینو مواردو کې اوسېدونکي یې تر نږدې روغتیايي مرکز پورې له دوو ساعتونو زیات پلی مزل کوي.
له دې سره، بې پولې ډاکټرانو له ناروغانو څخه د باور له امله او په سختو شرایطو کې له خپلو روغتیايي کارکوونکو څخه د دې خدمتونو د برابرولو په خاطر مننه کړې ده.
یاد سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، په ځانګړي ډول اړمنو کورنیو او زیانمنو ټولنو لپاره په لرې پرتو سیمو کې، دوام ورکړي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څو روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي، چې پکې خوست، کندز، هلمند، کندهار، هرات، بلخ، بامیان او کونړ شامل دي، او هر کال زرګونه ناروغان د ګاونډیو ولایتونو څخه د درملنې لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.
