تهران کې د تخار ولایت د پولیسو پخواني قومندان اکرامالدین سریع د وژل کېدو په تړاو د څېړنو د مسلکي ټیم جوړېدو غوښتنه شوې.
د ایران په تهران ښار کې د تخار پخواني امنیه قومندان، جنرال اکرامالدین سریع، د وژل کېدو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ایران یو پخواني دیپلومات د دې پېښې د څېړلو لپاره د «مسلکي څېړنیز ټیم» د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا پخوانی عمومي رئیس سید رسول موسوي وایي، دا پېښه باید په ساده، یو اړخیزه، عاجله او یوازې د رسنیزې فضا پر بنسټ ونه ارزول شي.
نوموړي نن پنجشنبه په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې په خپاره کړي پیغام کې د یو «مسلکي او هر اړخیز» څېړنیز ټیم د جوړېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دغه ټیم له دندو یوه هغه یې، له طالبانو سره ګډې څېړنې ترسره کول وي.
موسوي ورته وخت کې ټینګار کوي چې د دې قضیې د څېړنو د بهیر په اړه باید له خلکو سره رسمي او شفاف معلومات شریک شي.
له دې سره ځېنو سرچینو آمو ته تېره شپه ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د تخار او لغمان د پولیسو قومندان جنرال اکرامالدین سریع، په تهران کې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د هغه یو ملګری هم وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
اکرامالدین سریع د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.
سرچینې وایي، هغه د ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب په میاشت کې د ایراني ځواکونو له لوري نیول شوی او د څېړنو پر مهال ترې پوښتنې شوې وې .
د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، د طالبانو د احتمالي غچ له وېرې ګڼ شمېر پخواني پوځي او امنیتي چارواکي ایران او پاکستان ته کډه شول.
د راپورونو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې له دې شمېر کسانو د استوګنې د قانوني اسنادو نشتوالي له امله له یادو هېوادونو ایستل شوي دي.
د اکرام الدین سریع د ترور پېښې سره ایران کې مېشت د پخواني حکومت د ځینې سیاسي او پوځي کسان اندیښمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې، د اسماعیلخان نږدې قومندان او د لوېدیځ زون د قومندانانو د شورا مشر معروف غلامي، مشهد ښار کې خپل کاري دفتر کې ووژل شو.
