سیاست

ټرمپ: د پرانیستو پولو او افراطي سیاستونو دوره پای ته ورسېده

انخور- د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرسمس په مناسبت په خپل پیغام کې د کډوالۍ د مخنیوي او د سرحدونو د سخت کنټرول په اړه خپله بریا اعلان کړه او ویې ویل چې په دغه هېواد کې د “پرانیستو پولو” دوره په بشپړ ډول پای ته رسېدلې ده.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه، ټروت سوشل کې خپلو مخالفینو ته په خطاب کې ویلي: «موږ نور خلاصې پولې نلرو؛ هغه کسان چې د هېواد د ویجاړولو هڅه کوي، په خپلو شومو پلانونو کې مات شوي دي.» هغه زیاته کړه چې د خلاصو پولو پر ځای اوس امریکا د قانونمندۍ او د جرمونو د کمښت په لور روانه ده.

العربیه شبکې په اړه خپاره شوي راپور کې وايي چې ټرمپ یوازې پر پولو بسنه نه ده کړې، بلکې د ډیموکراتانو پر ټولنیزو سیاستونو یې هم سخت بریدونه کړي او هغوی یې “افراطي کیڼ اړخې خځلې” بللې دي.

 دا توند لفظي بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ترمپ مخالفینو په همدې اونۍ کې د “جي‌فري ایپسټین” د پټو اسنادو د نیمګړي خپراوي پر سر پر عدلیې وزارت سختې نیوکې کړې وې؛ هغه موضوع چې په تېر کې یې له ټرمپ سره د ایپسټین د اړیکو له امله ډېرې جنجالي پوښتنې راپورته کړې وې.

نوموړي ویلي چې د ده په واکمنۍ سره د ښځو په لوبو کې د نارینه وو د ګډون او د جنسیت د بدلولو په څېر پروګرامونه نور ځای نلري.

د پولو د کنټرول ترڅنګ، ټرمپ د امریکا اقتصادي وده، چې ناخالص کورني تولید یې(۴،۳) څلور اعشاریه درې سلنې ته رسېدلی، خپله لویه لاسته راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا وده له اټکل څخه دوه ټکي زیاته او په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو لوړه ده، که څه هم د کورنیو نرخونو شاخص درې اعشاریه څلور سلنه لوړ شوی چې د انفلاسیون او قیمتۍ ښودنه کوي.

نوموړي په ورته وخت کې په نړۍ کې مېشتو امریکایي سرتېرو ته هم پیغام استولی، په ځانګړې توګه هغو ځواکونو ته چې په کارابین اوبو کې یې د پراخ نظامي حضور په رامنځته کولو سره، پر وینزویلا د فشار راوړلو کمپاین ګړندی کړی ترڅو د دغه هېواد مشر “نیکولاس مادورو” له واکه لرې کېدو ته اړ کړي.

 دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د ټرمپ دغه “د خلاصو پولو د نشتوالي” ادعا د کډوالۍ د هغو سختو قوانینو ښودنه کوي چې په امریکا کې د مېشتو او نویو ورتلونکو افغانانو او نورو کډوالو ژوند په مستقیم ډول اغېزمنولی شي.