کډوالي

ایران په دوغارون سرحد کې د افغانانو د پېژندنې لپاره بایومیټریک نصب کړ

انځور- له ایران څخه افغانستان ته د یوې ستنېدونکې کورنۍ، ارشیف څخه

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د لومړي ځل لپاره د افغان وګړو د هویت پېژندنې په موخه په دوغارون سرحد کې بایومتریک نصب کړ.

د دې راپورونو پر بنسټ، د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي او انتظامي مرستیال امیرالله شمقدري ویلي: «د بهرنیو اتباعو د هویت بایومیټریک سیسټم د هېواد د پولو په کچه د لومړي ځل لپاره په دوغارون نړیوال سرحد کې فعال شو. د دې طرحې د پلي کېدو لومړي پړاوونه د روان کال په دوبي کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.» ایراني چارواکي افغان وګړو او کډوالو ته د «بهرنیو اتباعو» اصطلاح کاروي.

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی چې د دې بیومیټریک دستګاه نصبول د دوغارون له لارې د کډوالو په ګډون د افغان وګړو د تګ او راتګ په مدیریت کې خورا مهم رول لري.

هغه زیاته کړه: «دوغارون سرحد ایران ته د افغان اتباعو د ننوتلو او وتلو لومړنۍ لاره ګڼل کېږي، چې همدې چارې په دې سرحد کې د بایومیټریک طرحې اهمیت دوه برابره کړی دی.»

د خراسان رضوي د امنیتي مرستیال په وینا، د بهرنیو وګړو د هویت بیومیټریک طرحه به ډېر ژر د دغه هېواد په هوايي پولو کې هم پیل شي، چې په پلي کېدو سره به یې د ټولو بهرنیانو تګ او راتګ تر څارنې لاندې راشي.

د راپورونو له مخې، په بیومیټریک ازموینو کې د بهرنیو وګړو د ګوتو نښې، د سترګو رنګ او د مخ بڼه ثبتېږي چې له مخې یې ایران ته د هغوی د تګ او راتګ مخینه روښانه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ایران ته د هغو ایستل شویو افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو نیوکه کړې وه چې قانوني اسناد نه لري.

ایران د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ساتلې او په دې وروستیو کې یې نوره هم ګړندۍ کړې ده؛ په داسې ډول چې په عادي اونیو کې په منځنۍ کچه هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې افغان کډوال له دغه هېواده ایستل کېږي.

 تر دې وړاندې او له اسرائیلو سره د ایران د دوولس ورځنۍ جګړې پر مهال، دا شمېره هره ورځ تر ۱۰ زره کسانو هم اوښتې وه.