د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت او د مرکزي بانک د تازه رسمي ارقامو له مخې، په روان مالي کال کې د بهرنیو پورونو په راتګ کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی چې ورسره د هېواد د بهرنیو پورونو مجموعي بار ۱۳۴.۵ ملیاردو ډالرو ته پورته شوی دی.
ډان نیوز په خبل خبر کې چې نن خپور شوی دی وايي د دغه وزارت په تازه راپور کې ښودل شوې چې د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د بهرنیو پورونو په جریان کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی او یوازې د جولای او نومبر ترمنځ ۳.۰۳۲ ملیارده ډالره نوي پورونه هېواد ته داخل شوي دي.
د دغو نویو مالي سرچینو په اضافه کېدو سره، د پاکستان د مرکزي بانک او مالیې وزارت د احصائیو پر بنسټ، د هېواد مجموعي بهرنی پور اوس مهال ۱۳۴.۵ ملیاردو ډالرو ته پورته شوی چې د پاکستان په مالي تاریخ کې یو تر ټولو دروند رقم ګڼل کېږي.
د دغو شمېرو یو تر ټولو ټکان ورکوونکی اړخ دا دی چې که دغه مجموعي پور د هېواد پر ۲۴۱ میلیونه نفوس ووېشل شي، نو د پاکستان هر وګړی، له ماشوم څخه تر سپین ږیري پورې، د شاوخوا یو لک او ۵۶ زره پاکستانۍ روپیو پوروړی ګرځي.
د رسمي اسنادو له مخې، په دغو نویو پورونو کې لویه برخه د پیسو نړیوال صندوق له خوا د پورونو د پروګرام او د سعودي عربستان د تېلو د اسانتیا په چوکاټ کې ترلاسه شوې ده.
د اقتصادي چارو وزارت په ډاګه کړې چې له مجموعي ترلاسه شویو پیسو څخه ۲.۵۲ ملیارده ډالره یې خالص پورونه دي، په داسې حال کې چې د وړیا مرستو کچه د تېر کال په پرتله ۴۳ سلنه کمه شوې او یوازې ۵۴ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.
دغه ارقام ښيي چې د پاکستان اقتصاد اوسمهال د وړیا مرستو پر ځای په بشپړ ډول پر سودي پورونو تکیه شوی دی.
د دغه هېواد د مالي وضعیت په اړه په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې حکومت د روان کال لپاره د ۱۹.۹ ملیاردو ډالرو د پور اخیستلو هدف ټاکلی، چې یوه لویه برخه به یې د هغو پخوانیو پورونو په بېرته ورکړه مصرف شي چې وخت یې پوره شوی دی.
بلخوا د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو پر اساس، د هېواد د پورونو دا کچه په داسې حال کې لوړېږي چې د راتلونکي یو کال په موده کې پاکستان باید نړیوالو پور ورکوونکو ته تر ۲۲ ملیاردو ډالرو ډېر رقم بېرته ادا کړي.
که څه هم حکومت د پورونو د اخیستلو دا لړۍ د مالي ثبات لپاره اړینه بولي، خو د اقتصادي سرچینو حواله ښيي چې د دغو پورونو زیاته برخه له چین، سعودي عربستان او نړیوالو مالي ادارو څخه اخیستل شوې چې ورسره د هېواد پر داخلي عوایدو د سود بار لا پسې دروند شوی دی.
دا مهال د بهرنیو پورونو ترڅنګ د هېواد کورني پورونه هم په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دي چې د دواړو مجموعي کچه د پاکستان د ناخالص ملي تولید له ۷۰ سلنې څخه اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د مالي فشارونو او د پورونو د بار د کمولو په موخه خپل ملي هوايي شرکت ((پي آی اې)) پرون په رسمي ډول پلور ته وړاندې کړ.
