کډوالي متحده ایالتونه

د افغانستان د هوایي ځواک یو پخوانی پیلوټ: امریکا له موږ سره کړې ژمنې ماتې کړي

د افغانستان د هواي ځواک یو پخوانی افغان پیلوټ وایي، له امریکايي ځواکونو سره د څو کلونو همکارۍ او د پخواني حکومت د سقوط پر مهال له کابل څخه تر تېښتې وروسته، اوس په متحده ایالاتو کې له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دی.

دې احساس کوي هغه ژمنې چې له ده او د دوی کورنۍ ته ورکړل شوې وې، عملي شوې نه دي.

د ګارډین ورځپاڼې د سې‌شنبې د راپور له مخې، دغه ۲۵ کلن پیلوټ چې د امنیتي دلایلو له امله د «علي» په مستعار نوم یاد شوی، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د طالبانو د پرمختګ له هم‌مهاله، کابل کې د «بوینګ ۷۷۷» هوايي اډې ته داخل شو او د ده په وینا، له هماغه لومړۍ شېبې یې احساس وکړ چې وضعیت نور عادي نه دی.

نوموړي ویلي، تر هغخ وخته یې باور نه درلود چې طالبان به کابل ته ورسېږي، خو کله چې یې په اډه کې ګډوډي او د هوايي بریدونو درېدل ولیدل، پوه شو چې شرایط په چټکۍ سره بدلېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، هغه ته دوه انتخابونه ورکړل شول: له تخلیوي الوتکې سره له افغانستانه وتل، یا هم د یوې پوځي الوتکې په وسیله بهر ته الوتنه کول.

دغه پیلوت پرېکړه وکړه چې د افغان هوايي ځواک له تر ټولو پرمختللو الوتکو څخه یوه ازبکستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې د ده په وینا، د دې لپاره ترسره شو څو پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

په همدې وخت کې، هغه خپله کورنۍ شاته پرېښوده او ونه توانېد چې د هوايي ډګر ګڼې ګوڼې په منځ کې هغوی له ځان سره وباسي.

علي دا مهال د آیداهو ایالت د بویزی ښار کې ژوند کوي، د اوبر موټرچلوونکي په توګه کار کوي او هم‌مهاله د ملکي پیلوتۍ زده‌ کړې ترسره کوي.

د کابل له سقوط وروسته، د هغه کورنۍ یوه ګاونډي هېواد ته پناه وړې، خو د هغه کوژدنه لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژوند کوي.

د راپور له مخې، نوموړي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر درېیمه په امریکا کې د پناه غوښتنې حق ترلاسه کړی او تمه یې لرله چې د ګرین‌کارټ تر ترلاسه کولو وروسته به وکولای شي په قانوني ډول د پیلوت په توګه کار پیل کړي او خپله کورنۍ امریکا ته ولېږدوي.

خو د امریکا د کډوالۍ په سیاستونو کې وروستیو بدلونونو دغه بهیر له جدي ابهام سره مخ کړی دی.

ګارډین لیکي، چې دغه مهال د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ له ۱۳۰ څخه زیاتو بنسټونو یو ائتلاف د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د پناه غوښتنې او ویزو په بهیر کې محدودیتونه، په ځانګړي ډول د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره، له سره و ارزول شي.

دغو بنسټونو خبر ورکړی، چې د کډوالۍ ضد سیاستونو دوام کولای شي د امریکا اعتبار یو پخوانی افغان هوايي ځواک پیلوت وایي، چې له امریکايي ځواکونو سره د څو کلونو همکارۍ او د پخواني حکومت د سقوط پر مهال له کابل څخه تر تېښتې وروسته، اوس په متحده ایالاتو کې له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دی او احساس کوي هغه ژمنې چې ده او د هغه کورنۍ ته ورکړل شوې وې، عملي شوې نه دي.

د ګارډین ورځپاڼې د سې‌شنبې د راپور له مخې، دغه ۲۵ کلن پیلوت چې د امنیتي دلایلو له امله د «علي» په مستعار نوم یاد شوی، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د طالبانو د پرمختګ له هم‌مهاله، کابل کې د «وینګ ۷۷۷» هوايي اډې ته داخل شو او د ده په وینا، له هماغه لومړۍ شېبې یې احساس وکړ چې وضعیت نور عادي نه دی.

نوموړي ویلي، تر هغې وخته یې باور نه درلود چې طالبان به کابل ته ورسېږي، خو کله چې یې په اډه کې ګډوډي او د هوايي بریدونو درېدل ولیدل، پوه شو چې شرایط په چټکۍ سره بدلېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، هغه ته دوه انتخابونه ورکړل شول: له تخلیوي الوتکې سره له افغانستانه وتل، یا هم د یوې پوځي الوتکې په وسیله بهر ته الوتنه کول.

دغه پیلوت پرېکړه وکړه چې د افغان هوايي ځواک له تر ټولو پرمختللو الوتکو څخه یوه ازبکستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې د ده په وینا، د دې لپاره ترسره شو څو پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

په همدې وخت کې، هغه خپله کورنۍ شاته پرېښوده او ونه توانېد چې د هوايي ډګر د هرج‌ومرج په منځ کې هغوی له ځان سره وباسي.

علي دا مهال د آیداهو ایالت د بویزی ښار کې ژوند کوي، د اوبر موټرچلوونکي په توګه کار کوي او هم‌مهاله د ملکي پیلوتۍ زده‌کړې پر مخ وړي. د کابل له سقوط وروسته، د هغه کورنۍ یوه ګاونډي هېواد ته پناه وړې، خو د هغه کوژدنه لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژوند کوي.

د راپور له مخې، نوموړي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر درېیمه په امریکا کې د پناه غوښتنې حق ترلاسه کړی او تمه یې لرله چې د ګرین‌کارټ تر ترلاسه کولو وروسته به وکولای شي په قانوني ډول د پیلوت په توګه کار پیل کړي او خپله کورنۍ امریکا ته ولېږدوي. خو د امریکا د کډوالۍ په سیاستونو کې وروستیو بدلونونو دغه بهیر له جدي ابهام سره مخ کړی دی.

ګارډین لیکي، چې په همدې وخت کې د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ له ۱۳۰ څخه زیاتو بنسټونو یو ائتلاف د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د پناه غوښتنې او ویزو په بهیر کې محدودیتونه، په ځانګړي ډول د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره، له سره و ارزول شي.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د دغو سیاستونو دوام کولای شي د امریکا د خپلو پخوانیو متحدانو ترمنځ د هغه هېواد اعتبار زیانمن کړي.