د سکاټلنډ پولیسو اعلان کړی چې یو افغان پناهغوښتونکی د الگین ښار کې پر یوه ځوان د جنسي تېري په جرم په ۹ کاله بند محکوم شوی دی.
۲۱ کلن رفیعالله احمدزی د سېشنبې په ورځ د ادینبورګ د عالي محکمې له لوري په ۹ کاله بند محکوم شو.
نوموړی تر دې وړاندې د تېر اکتوبر په میاشت کې پر یوه ۱۷ کلن زیانمن ځوان د تاوتریخوالي او جنسي تیري په تور مجرم پېژندل شوی و.
د محکمې لهخوا وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر څلورمه، د سهار په لومړیو ساعتونو کې د الگین ښار په کوپر پارک کې رامنځته شوې ده.
محکمې دغه تیری «ټکان ورکوونکی» او «تاوتریخجن» بللی دی.
د سکاټلنډ پولیسو له حکم تر صادرېدو وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د قضیې پلټونکي سام بوچان ویلي: «متهم د قرباني له وضعیت څخه ناوړه ګټه اخیستې او اوس به د خپل عمل له قانوني پایلو سره مخ شي.»
نوموړي زیاته کړه: «دې قضیې د سیمې د خلکو ترمنځ ګڼې اندېښنې پیدا کړی وی، او هیله لرو دا محکومیت دا پیغام ورسوي چې جنسي تاوتریخوالی زموږ په ټولنو کې هېڅ ځای نه لري.»
د سکاټلنډ پولیسو دغه راز ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د تعقیب او د قربانیانو د ملاتړ په برخه کې ژمن دي او هڅه کوي د دغسې پېښو د راپور ورکولو بهیر لا اسانه کړي.
