افغانستان روغتیا

یونیسف: افغانستان ته تازه راستنو شوو کورنیو ته د روغتیایي کڅوړو وېش پېل شوی

له ایران را ستانه شوي کډوال

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، چې د چین په ملاتړ یې هغو کورنیو ته د روغتیايي توکو د کڅوړو وېش پیل کړی، چې روان کال افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د یونیسف ادارې په وینا، دا روغتیایي کڅوړې د دې لپاره وېشل کېږي، څو د لومړنیو اسانتیاوو د کمښت او د وچکالۍ د دوام په شرایطو کې د ماشومانو روغتیا وساتل شي او د ناروغیو د خپرېدو خطر راکم شي.

یونیسف د سې‌شنبې په ورځ (د جدي ۲مه) ویلي، چې دا پروګرام د چین په مالي ملاتړ او د دغه هېواد د نړیوالو پراختیایي همکاریو د ادارې له لارې پلي کېږي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۲ اعشاریه ۶ میلیونو څخه ډېر کسان افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي، او د دغو کورنیو ګڼ ماشومان روغتیايي توکو او څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

حلیمه، چې له بېرته راستانه شویو ښځو څخه ده، یونیسف ته ویلي: «دا روغتیایي کڅوړې زموږ ماشومان خوندي ساتي.»

یونیسف ټینګار کړی، چې د راستنېدنو له دوام سره، په افغانستان کې بشري اړتیاوې نورې هم د زیاتېدو په حال کې دي.