روغتیا

د طالبانو د روغتیا وزیر: تر دې وړاندې د افغانستان د درملو بازار تر ۷۰ سلنې په پاکستان تکیه و

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر جلالي خبري ناسته کې- کابل

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر چې تازه له هندوستان څخه کابل ته راستون شوی، په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان د درملو بازار له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې په پاکستان متکي و، خو اوس هڅه کوي چې د افغانستان د درملو اړتیاوې د ایران او هند په ګډون له نورو هېوادونو څخه پوره کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه سفر په دوام، هند په افغانستان کې د درملو د اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی.

ښکاره طالبانو د افغانستان د درملو له بازار څخه د پاکستان د لاس لنډولو لپاره مټې رابډوهلي دي. لکه څنګه چې د طالبانو د روغتیا وزیر په خپله خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د درملو بازار له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې په پاکستان پورې تړلی و، خو اوس ماموریت لري چې دغه تړاو پای ته ورسوي.

هغه زیاتوي چې غواړي د افغانستان د درملو اړتیاوې له کورنیو تولیداتو او همدارنګه د هند په ګډون له نورو هېوادونو څخه د درملو د واردولو له لارې پوره کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي وویل: موږ نور نه غواړو چې یوازې په یوه هېواد متکي اوسو. لومړی خو الحمدالله زموږ په خپل هېواد افغانستان کې تر ډېره حده تولیدات شته او په کیفیت کې هم ښه دي. هغه څه چې ضرورت وي باید له څو هېوادونو یې تامین کړو.

نوموړی وړاندې وايي ما ویلي چې زه د روغتیا وزیر یم، زما دښمن ناروغي ده. هر چا چې د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره ښه درمل راکړل، هغه زما ملګری دی.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د طالبانو د روغتیا وزیر له وروستي سفر وروسته، نوي ډیلي یو ځل بیا په افغانستان کې د درملو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «هند د درملو اوږد مهاله تامین ته په کتو، د بشردوستانه مرستو او په طبي برخه کې د همکاریو پر دوام خپله ژمنه بیا تائید کړه.

په دې لیدنه کې، په سمبولیکه بڼه د سرطان ضد درمل او واکسینونه وسپارل شول چې دا د افغانستان د خلکو له طبي اړتیاوو څخه د هند د دوامداره ملاتړ څرګندونه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به  له افغانستان سره یوه اندازه درمل هم مرسته وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: دغه راز یوه لویه پیمانه درمل، واکسینونه او د افغانستان د طبي سیسټم د پیاوړتیا لپاره یو ۱۲۸-سلایسه سی‌ټي‌اسکین ماشین پکې شامل دی، د لېږلو په حال کې ده.

سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې د هېواد د درملو بازار ډېری په پاکستاني درملو متکي و او یو شمېر هېوادوال هم د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

تر دې وړاندې په ځینو سیمو کې ځايي سرچینو د لارو د تړل کېدو له امله د درملو د بیو د لوړېدو په اړه خبرداری ورکړی و.