د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی ۱ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته په خپل سفر کې ویلي، چې په افغانستان کې روغتیایي خدمات د اړتیا، کلتور او اسلامي اصولو پر بنسټ خلکو ته وړاندې کېږي، نور جلال جلالي، چې د هند له «ویون» شبکې سره مرکه کړې، ادعا یې کړې ده، د روغتیا په برخه کې په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځینه ډاکټرانې او کارکوونکې جذب شوې دي.

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د ښځینه ډاکټرانو لپاره د طبي عالي شورا وروستی آزموینه یا «اګزیټ ایګزام» له ۶۷۸ ورځو راهیسې ځنډول شوې او د طب پوهنتونونو په ګډون، د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړو دروازې د څلورم پرله پسې کال لپاره هم تړلې پاتې دي.