د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په اسلاماباد کې پخوانی سفیر محمد عمر داودزی وايي، پاکستان د خپلو لسیزو اوږدو ستراتیژیکو تېروتنو او د ترهګرو ډلو د پاللو د ناوړه پایلو پړه په «بېشرمۍ» سره پر افغانانو اچوي.
داودزي دا غبرګون نن پرخپله اېکس پاڼه وروسته له هغه څرګند کړ چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډسمبر پر ۱۸مه په اسلاماباد کې د «علماوو ملي کنفرانس» ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د تحریک طالبان پاکستان یا د «فتنة الخوارج» په لیکو کې ۷۰ سلنه وسلهوال افغانان دي او دغه ډله د افغانستان له خاورې ګټه پورته کوي.
په دغه ناسته کې، چې د لومړي وزیر شهباز شریف په شتون کې جوړه شوې وه، عاصم منیر پر طالبانو غږ وکړ چې باید د اسلاماباد او ترهګرو ډلو ترمنځ یو لوری غوره کړي.
عمر داودزي، چې د پاکستان له سیاسي او امنیتي پېچلتیاوو سره پوره بلدتیا لري، دا څرګندونې د حقایقو مسخ کول وبلل او زیاته یې کړه چې د اسلاماباد دا ډول تورونه یوازې د خپلو کورنیو ماتو د پټولو او د افغان کډوالو د ځورولو لپاره یوه ناکامه پلمه ده.
نوموړي په ډاګه کړه چې طالبان د افغانستان د نفوس ان ۵ سلنه هم نه دي او نشي کولی د افغان ملت او کډوالو په استازیتوب خبرې وکړي.
د داودزي په وینا، د پاکستان د پوځي چارواکو له لوري د دا ډول احصایو وړاندې کول یوازې پر افغان کډوالو د فشار زیاتولو او د خپلو مالي او امنیتي ننګونو د توجیه کولو هڅه ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا وضعیت د پاکستان د هغو تېرو پالیسیو پایله ده چې تروریزم یې د وسیلې په توګه کاراوه، خو نن د هماغې پالیسۍ اور د دوی تر کوره ورسېد.
عمر داود زي دغه راز زیاته کړې ده چېدا ټکی هم د یادولو وړ دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د پخواني حکومت له زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان په زرګونو مشران او جنګیالي خوشې شول. پرون دغې ډلې (ټيټيپي) د افغان طالبانو ترڅنګ د افغانستان د نظام پر ضد جګړه کوله، خو ننني راپورونه ښيي چې د لوبې موازنه بدله شوې او رولونه اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د زلمي خلیلزاد په څېر مشهور دیپلوماتان او نړیوال امنیتي بنسټونه تل پاکستان په «دوهګونې لوبه» او د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.
د چارو شنونکي د هیلري کلنټن هغې تاریخي خبرې ته اشاره کوي چې پاکستان یې په خپل انګړ کې د «مارانو» په روزلو ملامت کړی و؛ هغه څه چې اوس د اسلاماباد د خپلو ناسمو ستراتیژیو د ماتې په توګه تعبیرېږي.
