د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ژمي په رارسېدو سره په دې فصل کې د هوا د ککړتیا له زیاتوالي شکایت کوي.
دوی وايي چې زښت زیات لوګي، د بېکیفیته سون توکو بوی او د لید ساحې کمښت، ساه اخیستل ستونزمن کړي او د ناروغیو د ډېرېدو لامل شوي دي.
ورته مهال، د چاپیریال ساتنې یو شمېر کارپوهان د ناسموسونتوکو ډيره کارونه، د زړو موټرو تګ راتګ او د کثافاتو د مدیریت د منظم سیسټم نشتوالی په کابل کې د هوا د ککړتیا اصلي عوامل بولي.
په کابل کې د هوا ککړتیا د خلکو لپاره یو چوپ ګواښ ګڼل کېږي چې د سړې هوا په راتلو سره یې ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
د کابل یو اوسېدونکی فرید احمد وايي: «له مازدیګر وروسته هوا په شدت سره ککړه کېږي؛ د څرمنو، پلاستیکونو او ډبرو سکرو له سوځولو راپورته شوی لوګی هوا مسمومه کوي او موږ ناروغه کوي.»
د ښار نور اوسېدونکي بیا وايي چې ځینې کورنۍ د اقتصادي کمزورۍ له امله د سون توکو د چمتو کولو وس نلري او د ځان تودولو لپاره له پلاستیک، څرمنو او زړو ټایرونو کار اخلي چې دا چاره ککړتیا نوره هم زیاتوي.
بل اوسېدونکی حقداد وايي: «له مازدیګر وروسته اسمان له لوګیو ډک شي، له سترګو مو اوښکې ځي، سترګې مو سوځي او د لید ساحه مو بیخي کمه شي، ځکه نو مجبوره یو چې خپل کارونه ودروو او کور ته لاړ شو.»
د چاپیریال ساتنې کارپوه سیدشاه ګهرپور په دې اړه وايي: «کابل ښار د بشري فعالیتونو د زیاتوالي له امله د نړۍ له ککړو ښارونو څخه دی. د دې لپاره چې دا ښار د غرونو ترمنځ ایسار دی او بادونه پکې لږ چلېږي، نو مضرې ذرې او لوګي دوران نشي کولی او همدا چاره د ککړتیا د زیاتوالي لامل کېږي. د دې ترڅنګ د ناستندرد توکو کارول او د خلکو د پوهاوي نشتوالی دا وضعیت نور هم خراب کړی دی.»
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د هوا ککړتیا په کابل کې په یوه جدي روغتیايي او چاپیریالي ننګونه اوښتې ده. اقتصادي فقر، معیاري سون توکو ته نه لاسرسی، د ښاري نفوس زیاتوالی او د چاپیریال ساتنې د قوانینو نه پلي کېدل هغه عوامل دي چې دا وضعیت یې لا پسې کړکېچن کړی دی.
