د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکېټ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بندیزونو او “بې ځایه فشارونو” پر ځای له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي په دې غونډه کې و ویل چې “په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د هیڅ هېواد په زیان نه دی، بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او ځواکمنۍ سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، د دویاسلامي امارت په سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو کې پر هر اړخیزې اقتصادي او سیاسي همغږۍ باور لري، خو په هغه صورت کې چې متقابلو ارزښتونو او اصولو ته درناوی وشي.
ملا برادر دغه راز وویل چې په لويو او اوږدمهاله پروژو کې له خصوصي سکتور سره د دوی تعامل دا روښانه پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هر څوک کولای شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
دا سوداګریز مارکېټ چې په مزارشریف ښار کې جوړېږي، اته پوړیز دی او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ۶۰۰ متره مربع ځمکه د ۷۴۳ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړېږي. په دې مرکز کې ۸۷۰ هټۍ، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، یو جومات او د موټرو تمځای شامل دي، چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړ او دولت ته به په کلني ډول ۴۳ میلیونه افغانۍ کرایه ورکوي.
د ملا برادر دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ګاونډیو په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ترهګریزو ګواښونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
سره له دې چې د طالبانو له واکمنۍ نږدې څلور نیم کاله تېرېږي، خو د روسیې په استثنا لا هم هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. دا هغه څه دي چې په هېواد کې یې د سوداګرۍ او پانګونې لارې له خنډونو سره مخ کړي دي.
د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت او د داسې ټولګډونه حکومت جوړول چې ټول قومونه او سیاسي لوري پکې شامل وي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې کلیدي شرطونه دي.
