د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې یوې ځانګړې محکمې د شنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د توښه خانې په دویمه قضیه کې په ۱۷ کاله بند محکوم کړل.
پاکستانۍ رسنۍ ډان په دې خبر کې وړاندې زیاتوي چې دغه پرېکړه د ځانګړي قاضي شاهرخ ارجمند له خوا د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د یوې رسمي اورېدنې پر مهال اعلان شوه.
دا قضیه د بلغاري په نوم د ګاڼو د یوې خورا قیمتي سیټ په اړه ده چې د ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې د سعودي عربستان وليعهد عمران خان ته په رسمي سفر کې ډالۍ کړې وه. ویل کیږي، د دغه سیټ اصلي ارزښت ۸۰ میلیونه کلدارې و، خو عمران خان او میرمنې یې یوازې د ۲.۹ میلیونه کلدارو په بدل کې په خپله ګټه اخیستی و.
محکمې عمران خان ته په مجموعي ډول د ۱۷ کالو بند سزا واوروله، چې په هغې کې ۱۰ کاله سخت بند په امانت کې د خیانت او شریک نیت په تور او ۷ کاله نور بند د دولتي واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او اداري فساد له امله شامل دی. بشرا بي بي ته هم د ورته مادو له مخې د ۱۷ کلونو بند سزا ورکړل شوې ده.
د بند د سزا ترڅنګ، پر دواړو محکومینو باندې ۱۶.۴ میلیونه کلدارې نغدي جرمانه هم لګول شوې ده. د قانون له مخې که چېرې دوی دغه جرمانه په ټاکلي وخت ادا نه کړي، نو د بند موده به یې نوره هم وغځول شي.
قاضي په خپله پرېکړه کې یادونه کړې چې د عمران خان ډېر عمر او د بشرا بي بي ښځینه توب ته په کتو یې د سزا په کچه کې تر ډېره نرمي کړې ده.
د تحریک انصاف ګوند دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې او هغه یې یوه بنده او غیر عادلانه محاکمه بللې ده. د دوی په وینا، د عمران خان کورنۍ ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې محکمې ته دننه شي، چې دا کار د قانوني اصولو خلاف دی.
د عمران خان قانوني ډلې ویلي چې دوی به ډېر ژر د دې پرېکړې پر ضد په ستره محکمه کې اعتراض وکړي.
له بلې خوا، د حکومت د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا سزا به د عمران خان د پخوانیو سزاګانو له ختمېدو وروسته پیل شي. هغه زیاته کړه چې د هېواد په شتمنیو کې خیانت او درغلي په هیڅ صورت د منلو نه ده او دا پرېکړه د عدالت پر بنسټ ولاړه ده.
عمران خان چې د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی، له وړاندې په یوې بلې قضیه کې هم په ۱۴ کاله بند محکوم دی. بشرا بي بي هم په یوه بله قضیه کې د ۷ کالو بند سزا تیروي. د نوي حکم له مخې، محکمې دا امتیاز ورکړی چې د دوی د پخواني بند وخت به هم په دې نوې سزا کې حساب شي.
