د جرمني حکومت اعلان کړی چې هڅه کوي د روان میلادي کال تر پایه له پاکستانه جرمني ته تر ۵۰۰ ډېر هغه افغانان ولېږدوي چې د قانوني او الزامي منلو ژمنه (قبولي) لري.
دا په داسې حال کې روانې دي چې تر دې وړاندې سلګونو کسانو د جرمني ته د راتګ منفي ځوابونه ترلاسه کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا مهال ۵۳۵ افغان پناهغوښتونکي چې د الزامي منلو ژمنه لري، په پاکستان کې مېشت دي او د دوی حکومت هڅه کوي چې د روان ۲۰۲۵کال وروستیو دوو اونیو کې د انتقال بهیر بشپړ کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د «جرمني د تحریري هیئت شبکې» رسنیز ګروپ ته ویلي، له دې ډلې ۴۶۰ تنه د فدرالي منلو د پروګرام او ۷۵ نور د ځایي همکارانو د پروګرام برخه دي چې دا مهال په پاکستان کې المان ته د راتلو انتظار کوي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ لېواله یو چې دا موضوع هر څومره ژر کېدای شي، حل شي او په دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې یو.»
دوبرینت همداراز وویل، موخه دا ده چې د لېږد بهیر تر ډېره په ډسمبر میاشت کې بشپړ شي، خو امکان شته چې د ځینو انفرادي دوسیو پرېکړه نوي کال ته وځنډېږي.
د جرمني حکومت تېره سېشنبه د یوه چارټر الوتنې له لارې، د فدرالي منلو د پروګرام ۱۶۰ افغان پناهغوښتونکي، تر اسلاماباد کې د دوسیو له ارزونې وروسته، برلین ته ولېږدول.
په ورته وخت کې، پاکستان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشتې به هغه افغان وګړي چې د جرمني د منلو په پروګرامونو کې پاتې دي، افغانستان ته وباسي؛ هغه پرېکړه چې د دغو کسانو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د سپتمبر له میاشتې راهیسې تر اوسه ۶۰۹ افغان پناهغوښتونکي چې د منلو ژمنه یې لرله، د چارټر الوتنو له لارې جرمني ته رسېدلي دي.
د جرمني حکومت ټینګار کړی چې یوازې هغه افغان کډوال به جرمني ته ولېږدول شي چې د حقوقي اړخه یې د منلو ورکړل شوې ژمنه نهایي او الازمي شوي وي.
