کډوالي

د روسیې مقننه قوې له افغانستانه د کارګرو د ګمارلو له وړاندیز سره مخالفت کړی

د روسیې چارواکو او د پارلمان یو شمېر غړو روسیې ته د کار لپاره له افغانستانه د کارګرو د جذب له وړاندیز سره د اندېښنو ترڅنګ رد ځواب ویلی دی.

د روسیې «نیوز رو» رسنۍ د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې دا بحثونه وروسته مطرح شول، چې په مسکو کې د طالبانو سفیر د روسي چارواکو سره د هغه هېواد کرنیز سکتور کې د افغان کارګرو د ګمارنې د خبرو د امکان خبر ورکړ.

د دې طرحې مخالفین، په ځانګړې توګه د روسیې د دولتي دوما د سیمه‌ییز سیاست او محلي حکومت د کمېټې استازي، د اروپایي احصایو پر بنسټ د افغان کډوالو حضور سره د جرمونو د کچې له زیاتوالي سره تړي او ټینګار کوي چې دا ډول اقدام کولای شي د روسیې پر ګټو منفي اغېز ولري.

په ورته وخت کې، یو شمېر روسي قانون‌جوړونکو د کډوالۍ د کنټرول د پیاوړتیا او د کډوالو د شرایطو د دقیق ارزونې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ان هغه بهرني اتباع هم چې دا مهال روسیې ته راځي، «د هېواد لپاره ډالۍ نه دي».

تر اوسه مسکو او طالبانو ترمنځ له افغانستانه د کډوالو د جذب په اړه د کومې موافقې جزییات ندي نهایي شوي او په دې تړاو تر اوسه خبرې دوام لري.