بشري حقوق

طالبانو په کابل کې ۱۸ کسان په دورو ووهل

انځور- ارشیف څخه په خوست کې د یوه قصاص لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه

د خلکو د بدني مجازاتو په دوام، طالبانو په کابل کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق او پلور په تور په دورو ووهل.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې دغه کسان له ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو او له ۷ میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

طالبانو له دې یوه ورځ وړاندې هم څلور تنه په جوزجان او بلخ ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي وو.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له بېرته راستنېدو راهیسې، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر کسان د مخلتفو تورونو له امله په دورو وهلي دي.

د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د افرادو بدني مجازات پای ته ورسوي، خو طالبانو د دغو سزاګانو تطبیق ته دوام ورکړی دی.