سوداګري

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه

کابل ته د قرغزستان د اقتصادي سکتور پلاوي او د افغانستان خصوصي سکتور ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو عکس

د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو نن چهارشنبه په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د ۱۵۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بېلابېلو سوداګریزو برخو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ناسته د «افغان ـ قرغیز سوداګریز تواصل کنفرانس» کې د قرغیزستان له پلاوي سره ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه لیکونه د سرو زرو، درملو، بوټانو، مخابراتو، کانونو او انرژۍ، لوژسټیک او ټرانسپورت، کرنې، ساختماني چارو او بانکدارۍ برخې دي.

د ناستې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ تخصصي غونډې هم ترسره شوې او د افغانستان او قرغیزستان د استازو له‌خوا د پانګونې د فرصتونو په اړه دوه جلا پرېزنټېشنونه وړاندې شوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لاره کې مهم ګام بللی او ویلي یې دي: «افغانستان او قرغیزستان یو د بل متمم هېوادونه دي؛ یو د مرکزي اسیا او د اوراسیا اقتصادي اتحادیې بازارونو ته د ننوتلو دروازه ده او بل د جنوبي او لوېدیځې اسیا د نښلونې نقطه ده.»

نوموړي همدارنګه د اقتصادي همکاریو د نقشې‌لارې او هوکړه لیکونو لاسلیک د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو عملي چوکاټ وباله او په افغانستان کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پل یاد کړ.

عزیزي ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرېکړه کړې څو په قرغیزستان کې هم د افغانستان د سوداګرۍ خونه پرانیزي، چې موخه یې د سوداګریزو فرصتونو پېژندنه، د ستونزو حل او د عملي همکاریو پیل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وروسته د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیقوف هم د سیمې په کچه د دواړو هېوادونو ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې، د ګډو پانګونو، ټرانزیټ او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له دوه مېاشتو راهیسې له افغانستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي.

طالبان وايي، د هېواد د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي.