د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د «بېثباته» امنیتي وضعیت په اړه خبرتیا سره ویلي، چې په دې هېواد کې د بریتانیايي وګړو د نیول کېدو خطر زیات شوی او له خپلو اتباعو یې غوښتي، چې په هېڅ صورت افغانستان ته سفر ونه کړي.
دې وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې پراخې ناامنۍ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی او د حقوقي تضمینونو نشتوالی، د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د بریتانیا د اتباعو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو له وړاندې د ډیورنډ کرښې اړوند سیمو کې د تاوتریخوالي او نښتو لامل شوې دي، چې له امله یې یو شمېر لارې په موقتي ډول تړل شوې او له دې کار سره په افغانستان کې دننه تګراتګ لا ستونزمن کړی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي، هغه بریتانیايي وګړي چې د رسمي سپارښتنو خلاف افغانستان ته سفر کوي، د نیول کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.
د وزارت په وینا، دا ډول نیونې ښايي «میاشتې یا حتی کلونه» دوام وکړي او د دوسیو د څېړلو بهیر یې روڼتیا نه لري.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغانستان په دننه کې د نیول شوو وګړو د مرستې لپاره د بریتانیا د حکومت توان ډېر محدود دی.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «بریتانیا په افغانستان کې سفارت نه لري او د حضوري قنسولي مرستو امکان نشته.»
د وزارت په خبر پاڼې کې لیکل شوی، چې په ځینو مواردو کې کېدای شي د بریتانیا د یوه تبعه د نیول کېدو په اړه آن د دې هېواد حکومت ته هم خبر ورنه کړل شي.
دا بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تازه خبرداری په داسې حال کې خپرېږي، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته د سفر په اړه ورته سپارښتنې خپرې کړې وې.
