د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په دوام، یعقوب شیخ، چې د لشکر طیبه ډلې له لوړپوړو مشرانو څخه بلل کیږي او ددې ډلې له بنسټاېښودونکي حافظ سعید سره نږدې اړیکې لري، په یوه ویډیویي پیغام کې طالبان په مستقیم ډول ګواښلي دي.
هغه ویلي، که طالبان اسلاماباد ته دا تضمین ورنکړي چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد هېڅ ډول فعالیت نه تر سره کېږي، نو دغه ډله به د پاکستان د پوځ ترڅنګ ودرېږي.
دا ویډیویي پیغام چې تازه په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، ښيي چې یعقوب شیخ د خپلو خبرو په پیل کې د پاکستان ددفاعي ځواکونو د مشر په توګه د عاصم منیر د ټاکل کیدو مبارکي ورکړې او د پاکستان د پوځي مشرتابه له وروستیو پرېکړو یې ملاتړ اعلان کړی دی.
د لشکر طیبه دغه لوړپوړي مشر د طالبانو په خطاب کې ټینګار کړی چې هغوی باید په علني او رسمي ډول دا ژمنه وکړي چې حتا یو مرمی به هم د افغانستان له خاورې د پاکستان پر لور ونه ویشتل شي.
هغه همدارنګه افغانستان کې د علماوو د پریکړه لیک هرکلی کړی چې پکې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې له کارولو سره مخالفت څرګندوي، او دا یې مثبت ګام بللی دی.
خو له دې سره هممهاله یې له طالبانو غوښتي چې دغه دریځ دې په عملي توګه او اسلاماباد ته د رسمي تضمین په ورکولو سره ثابت کړي.
