سیاست متحده ایالتونه

د کابل د سقوط په ورځ ازبکستان ته وړل شوې بلک هاک امریکایي هلیکوپټرونه پیرو هېواد ته ورکړل شوي

د بلک هاک هلیکوپټرونو عکس

امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان هغه بلک‌هاک هلیکوپټرونه چې ازبکستان ته تښتول شوي وې، پېرو هیواد ته ورکړل.

د «SA Defensa» د راپور له مخې، امریکا هغه بلک‌هاک (UH-60A+) هلیکوپټرونه چې د افغانستان د هوايي ځواک اړوند وو او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جمهوریت چارواکي پرې ازبکستان ته تښتېدلي وو، د پېرو هېواد ته سپارلي دي.

ویل کیږي د جمهوریت په وروستیو کې ۴۶ پوځي الوتکې ازبکستان ته انتقال شوې وې چې ۲۴ یې هلیکوپټرونه وو.

‏طالبانو څو ځله ټینګار کړی چې دغه هلیکوپټرونه د افغانستان ملي شتمني ده او باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي، خو ازبکستان دا تجهیزات د امریکا ملکیت بللی و او کابل ته یې د سپارلو غوښتنه رد کړې وه.