کډوالي متحده ایالتونه

ډونالډ ټرمپ: د افغانستان، هایتي او سومالیا، په ګډون د “دریمې نړۍ” ګڼ شمېر هېوادونوڅخه کډوالي د تل لپاره بنده شوه

انخور- د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د هغه حکومت د افغانستان، هایتي او سومالیا، په ګډون د “دریمې نړۍ” ګڼ شمېر هېوادونوڅخه کډوالي د تل لپاره بنده کړه.

ټرمپ دغه خبرې د خپلو پلویانو په یوې غونډه کې وکړې او یاد هېوادونه یې بیا د “دوزخ” په توګه یاد کړل.

هغه وویل: ما هم د افغانستان، هایتي، سومالیا او نورو دوزخي هیوادونو په توګه، دریمې نړۍ هېوادونو کډوالي د تل لپاره بندېدل اعلان کړل، ما هیڅ نه دی ویلي، دا هرڅه تاسو ویل.»

هغه د بایډن د ادارې د کډوالۍ سیاست باندې د نیوکې ترڅنګ وویل: ستاسو ته یاد دی چې سناتورانو راغلي و؟ د دموکراتانو هڅه دا وه چې دوه اړخیزه همکاري ولري. هغوی راغلل او ویل یې: دا غونډه به نه ثبتیږي او هېڅ به هم بهر نه وځي، موږ غواړو رښتیني واوسو ځکه هېواد په خراب حالت کې و.

ټرمپ وايي ما وویل چې ولې یوازې له هغو هېوادونو مهاجر منل کېږي چې وضعیت یې خراب دی؟ ولې له ناروې یا سویډن نه څو کسان نه شو اخیستلی؟ یوازې څو تنه. حتی له ډنمارکه څو کسان راوستلای شئ؟ ښو خلکو کې، هېڅ ستونزه نشته.

نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا همیشه د سومالیا غوندې هیوادونو څخه مهاجر منلي دي، هغه هېوادونه چې « ککړ، ګډوډ او له ناورین او جرمونو ډک» ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو څار سازمان مخکې ویلي، د ټرمپ د ادارې تازه اقدامات په کډوالۍ کې د مشخصو ملیتونو پر وړاندې د سزا ورکونې په اساس جوړ شوي او «بې‌ساري نژادپرستي» پکې ښکاره ده.

یاد بنسټ وايي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیرونو د بندولو په اړه د واشنګټن وروستۍ پرېکړه د امنیتي ارزونو پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي او توپیري انګېزو پر بنسټ شوې ده.

د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې د خپلو سخت‌گیرانه مهاجرتي سیاستونو په دوام، د ۱۹ هېوادونو د اتباعو – چې د افغانستان، ایران، سومالیا، سوډان، وینزویلا، یمن، میانمار، لیبیا، کیوبا، چاډ، بورونډي، لاوُس، اریتره، استوایي ګینې، د کانګو جمهوریت، سیرالیون، ټوګو، ترکمنستان او هایټي په کې شامل دي – کډوالي یې وځنډوله.

په ورته وخت کې، د ټولو ملیتونو د پناه غوښتنې دوسیې چې تر کار لاندې وې، هم و درول شوې.

دا اقدام د نومبر پر ۲۶مه په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو تر بریده وروسته وشو چې د چارواکو په وینا د یوه افغان پناه غوښتونکي لخوا شوی و.

تر یادې پېښې وروسته ډونالډ ټرمپ وویل چې “د تل لپاره به د درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو څخه کډوالي ودروي” او تر څنګ یې نژادپالونکي څرګندونې وکړې چې په ځانګړې توګه سومالیایان یې په نښه کړل.

د بشري حقونو د څارنې په اداره کې د امریکا د پروګرامونو مشرې، تانیا ګرین، دې اقداماتو ته په غبرګون کې زیاته کړه چې “دغه ۱۹ هېوادونه له یو بل سره هېڅ معنی لرونکی تړاو نه لري، پرته له دې چې خلک د خپل زیږېدو ځای پر اساس په نښه او وشړل شي.