د ایران په یزد کې د پولیسو قوماندان، احمد نگهبان وايي، چې د تیرې یوې اوونۍ په جریان کې یې په دغه سیمه کې ۷۵۵ افغان کډوال ونیول.
ایرانی چارواکي دغه خلک «نا قانونه بهرني اتباع» بولي.
د هغه په وینا، دغه افغانان د قانونی اوسیدنې د اسنادو نه لرلو له امله په ښارونو او کلیو کې د ګرځېدو پر مهال نیول شوي دي.
د یزد د پولیسو قوماندان ټینګار کړی چې یاد وګړي د جبري اخراج لپاره افغانستان ته د استولو په موخه د لنډمهاله ساتنې کمپ ته لېږدول شوي دي.
احمد نگهبان زیاته کړې: «دغه راز په دې عملیاتو کې درې موټر او اته موټرسايکلونه هم ضبط شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې، د اسراییلو سره د دولس ورځنۍ جګړې وروسته، ایران د افغان کډوالو د نیولو او جبري اخراج بهیر ګړندی کړی دی.
اوس مهال په منځنۍ توګه هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کسان له دې هیواد څخه شړل کیږي.
تر دې وړاندې د ایران د خراسان ولایت یو چارواکي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې سږکال شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغان کډوال د دوغارون پولې له لارې خپل هیواد ته استول شوي دي.
