افغانستان بشري حقوق

د ایران د لوړو زده کړو وزیر د طالبانو پلاوي ته ویلي، د نجونو تحصیل سره مخالفت ټولنیز غبرګونونه پیدا کوي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د ایران د علومو وزیر سره

د ایران د علومو وزیر په هغه لیدنه کې چې له طالبانو د لوړو زده‌ کړو له وزیر سره یې لرله، د نجونو پر زده‌کړو د روانو محدودیتونو د ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اېلنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر سیمایي صراف د دوشنبې په ورځ، د قوس پر ۱۷مه، د طالبانو د لوړو زده‌کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره په خبرو کې ویلي چې د نجونو د زده‌کړو اوږدمهاله بندیز د ولسي اعتراضونو لامل کېدای شي.

هغوی د طالبانو د چارواکو هغه اندېښنې ته په اشارې چې وايي د ښځو پر زده‌کړو د علماوو مخالفت ستونزې رامنځته کوي، زیاته کړې:

«تاسو ډاریږئ چې د علماوو فتوا به ګډوډي رامنځته کړي، خو ممکن یوه ورځ خلک اعتراض ته راپورته شي. که تبعیض وشي او هر څه مطلق شي، خلک ستړي کېږي.»

د اېلنا د راپور لمخې، د ایران د علومو وزیر همدارنګه ویلي چې د دیني لارښوونو له مخې «د ښځې او سړي تر منځ هېڅ توپیر نشته» او ټینګار یې کړی چې ایران د شرعي اصولو په رعایت سره د نجونو او هلکانو ګډې زده‌کړې ممکنې کړې دي. هغې پوښتنه کړې: «په ایران کې نیم نفوس ښځې دي، ایا ممکنه ده چې د هېواد نیم ولس له صحنې لیرې کړل شي؟»

هغې د ایران په پوهنتونونو کې د زرګونو افغان محصلانو حضور ته په اشارې، له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو په اړه خپل دریځ «بیا و ارزوي» او خبرداری یې ورکړی چې د محدودیتونو دوام کېدای شي «پراخې ټولنیزې ناخوښۍ» را وپاروي.

د اېلنا د راپور پر اساس، د ایران لوړو زده کړو او ټکنالوجۍ وزیر د خپلو اندېښنو ترڅنګ وړاندیز هم کړی چې ایران کولای شي له حضوري او مجازي زده‌کړو له لارې، د افغان ښځو لپاره په کور د زده‌کړې پروګرامونه برابر کړي او په دې توګه د افغانستان د لوړو زده‌کړو په پراختیا کې مرسته وکړي.