د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پر پاکستاني پوځیانو په نیوکې سره ویلي، هر نوی کس چې راځي، نوې پالیسي جوړوي او نوې تجربه کوي.
دا د غیرتي خلکو صوبه خیبر پښتونخوا ده، کوم لابراتوار نه دی.
نوموړي زیاته کړه: “ویل کېږي، چې امنیتي پالیسي نه شته. ۲۱ کاله کېږي، چې په یوه پسې بل پوځي عملیات کېږي، ډرونونه راځي، ۲۱ کاله کېږي، زما د پښتنو وینه بهېږي، ۲۱ کاله کېږي، چې زما پښتانه د پاکستانیانو او پاکستان لپاره سرونه قربانوي. “
د افریدي په خبره اوس به یوه پالیسي جوړېږي، د صوبې خلک به یې چمتو کوي او هماغه پالیسي به پلې کېږي.
ویل کیږي تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا سیمه ایزو چارواکو لخوا داسې هڅې شوې دي خو پاکستاني پوځیان تل له داسې هڅو مخنیوی کوي.
