د بلومبرګ د راپور له مخې د اوکراین جګړه هغه پړاو ته ننوځي چې د راتلونکو لویو پرېکړو لپاره به ډېر مهم او ټاکونکی وي او د اروپا او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې په بېسارې توګه ترینګلې شوي دي.
راپور وایي چې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتېژي، چې اروپا پکې د خپل فرهنګ او سیاست د نه بدلون په صورت کې د ورانېدو له احتمالي ګواښ سره مخ بلل شوې، د دې وضعیت د حساسو شېبو په مهال خپره شوې ده.
د دغې ستراتېژۍ له خپرېدو سره سم اروپایي هېوادونو کې اندېښنې زیاتې شوې دي.
د بلومبرګ په حواله، اروپایي مشران د امریکا پر هغو هڅو سخت وارخطا دي چې غواړي د اوکراین جګړې لپاره داسې جوړجاړی رامنځته کړي چې دوی ورته د لویدیځ د شاتګ یا تسلیمۍ په سترګه ګوري.
دغه دریځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ادارې د اروپایي حکومتونو باور کمزوری کړی دی. اروپایي دیپلوماتان وایي چې دا مهال سپینې ماڼۍ سره د اړیکو د خرابېدو تر ټولو ژور حالت تجربه کوي.
راپور زیاتوي چې لا هم روښانه نه ده چې اروپا به د امریکا له ونډې پرته وکولای شي د اوکراین مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه.
د بلومبرګ د ارزونې له مخې، اروپایي هېوادونه لا هم د یو څرګند او عملي بدیل پلان په جوړولو کې پاتې راغلي دي.
په همدې حال کې، د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتېژي دا خبرداری هم ورکوي چې ښايي اروپا په راتلونکو شلو کلونو کې له خپل اصلي تمدني هویت څخه بېبرخې شي، چې لامل یې د اروپايي ټولنې او نورو فوق ملي بنسټونو د مشرتابه زیانمنوونکې پالیسۍ ښودل شوي دي.
د راپور له مخې، امریکایي چارواکي شک څرګندوي چې ګوندې یو شمېر اروپایي هېوادونه به په راتلونکي کې د واشنګټن د باور وړ اقتصادي او پوځي متحدین پاتې شي.
د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې اوکراین له تېرې شاوخوا ۲۴ ساعتونو راهیسې کې نیږدې ۱۴۵۰ سرتیري له لاسه ورکړيی او جګړه لاهم روانه ده
