افغانستان کډوالي

هرات کې د طالبانو والي د اروپایي ټولنې استازي سره د راستانه شویو کډوالو په تړاو خبرې کړي

له ایران څخه ستانه شوي کډوال

هرات کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د اروپایي ټولنې د ولسي امنیت او بشري مرستو د عملیاتي چارو رئیس اندریس پاپا کونستانتینو دې ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دوی والی اسلام‌جار، سره وکتل او د راستنوشویو کډوالو پر وضعیت یې خبرې وکړې.

د هرات رسنیو دفتر په وینا، دواړو لورو په دې لیدنه کې د راستنوشویو کډوالو پر ننګونو، بېړنیو اړتیاوو او د اروپایي ټولنې د بشري مرستو کې په اړه خبرې وکړې.

هرات کې د طالبانو د والي دفتر، د پاپا کونستانتینو له خولې ویلي چې د هرات د سیمییزې ادارې د همکاریو ستاینه یې کړې او ټینګار یې کړی چې اروپایي ټولنه «تل د مستحقو کسانو د مرستې لپاره چمتو ده».

له بلې خوا، هرات کې د طالبانو والي ویلي چې محلي اداره د طالبانو د قوانینو او پالیسیو په چوکاټ کې د اروپایي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو لپاره چمتو ده.

اروپايې ټولنې تر دې مهاله د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.