امنیت

اسلام اباد د ریاض په کوربتوب له مذاکرې نا خبري وښوده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسن اندرابي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په عربستان سعودي کې غونډه شوې ده.

د وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، اسلام‌اباد تر اوسه د دې ادعا د تایید هېڅ سند نه دی ترلاسه کړی او هر ډول تعامل باید د امنیت او ثبات پر اصل ولاړ وي.

اندرابي د وروستیو نښتو په اړه ویلي: «که د پاکستان او افغانستان د تګ راتګ لارو خلاصون د ملکي وګړو د قتل‌عام لامل کېږي، غوره ده چې دروازې تړلی پاتې شي.» هغه زیاتوي چې د ملي امنیت ګټې د هرې پرېکړې بنسټ دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راز اعلان کړی چې پاکستان هوډ لري افغانستان ته د مرستې یو کاروان واستوي، خو د اعزام دقیق وخت یې لا نه دی ټاکل شوی او ښايي امنیتي او لوژستیکي ارزونې روانې وي.

تر دې مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د دواړو لورو د خبرو نوې دوره تېره اونۍ په عربستان کې شوې خو بې‌نتیجې پای ته رسېدلې ده.

یوه ورځ مخکې پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري غوښتنې په ځواب کې د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د بیړنیو خوړو، درملو او نورو مرستو د لېږد لپاره پرانیستې وې.