سوداګري

پاکستان د کندهار د پنبې صنعت د سقوط په لټه دی

دا مهال د کندهار په صنعتی پارک کې د پنبې د پروسس کابو شل کارخونې فعاليت کوي، چې پکې سلګونه کسان په کار بوخت دي.

کندهار کې د پروسس شوي پنبې زياته برخه پاکستان ته صادريږي، خو د پنبې فابريکې لرونکي وایي پاکستان يې د پنبې د پلور له درکه ۳۰ مېلونه ډالره د پور پېسې نه ورکوي، چې په دې توګه دې ولایت کې د پنبې د پروسس فابريکې له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د پنبې فابريکه لرونکی احمدالله وایي، پاکستان له دې لاري غواړي کندهار کې د پنبې شته فابريکې وتړي او دغه صنعت هم پاکستان ته ولېږدوي.

هغه وایي: «د پاکستان همدا موخه دی، ځکه زموږ پروسس شوې پنبه نه غواړي او پیسې مو ځنډوي.»

د کندهار د کانونو او صنايعو رياست مشر سيد سرور اماني وایي نورو بازارونو ته د صنعتکارانو د نه لاسرسي له امله پاکستان د پنبې د فابريکه لرونکو پېسې ځنډوي، خو د کندهار د صنعتي پارک مسوولين وایي، طالب مسوولين د دې ستونزي د هواري په لټه کې دي.

نوموړی وایي: «رښتيا هم د پنبې د فابريکه لرونکو اندېښنه پر ځای ده او پاکستان په دې برخه کې ستونزه جوړوي، خو موږ له مسوولينو سره په اړيکه کې يوو، ترڅو د دې ستونزي له امله د پنبې د پروسس فابرېکې ونه تړل شي.»

کندهار کې د طالبانو له خوا صنعتي پارک لپاره ټاکل شوی امر مفتي علی محمد وایي، چې دوی ته تر اوسه د پنبې فابريکه لرونکو نه دي ویلي، چې پاکستان يې ميلونونه ډالر پیسې نه ورکوي.

د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۲۰۰ زياتي فابريکې فعالې وې، چي يو شمېر يې دا مهال د برېښنا د نشتون، د خامو موادو د کمښت او د توليداتو لپاره یې د بازار د نشتوالي له امله تړل شوې دي.