د بې پولې خبرېالانو سازمان ویلي، پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان چې په تبعید کې یې ژوند کاوه، په زور بېرته افغانستان ته استولي دي.
دې سازمان د دې اقدام په غندلو سره ویلي چې دا کار د نړیوالو قوانینو د «جبري نهستنېدنې» د اصل ښکاره نقض دی.
بې پولي خبرېالانو اداره زیاتوي چې په همدې مهال لسګونه نور خبریالان هره ورځ په پاکستان کې د پولیسو د احتمالي نیولو، اخاذۍ او ډیپورټ کېدو له وېرې ژوند کوي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان چې د طالبانو د ګواښونو او احتمالي انتقام له امله پاکستان ته پناه وړې وه، د دې بنسټ په مرسته د دریم هېواد د بیا مېشتېدو په تمه وو؛ خو د لویدیځ هېوادونو د بشردوستانه ویزې یا بېا میشت کېدو پروسه ټکنۍ کړې او د مرکو او دوسیو د ارزونې انتظار کله ناکله تر څو کلونو رسېږي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ له دوبي راهیسې د افغان کډوالو د هلته اوسېدو ویزو تمدید ډېر کم کړی او ډېر یې په لوی لاس «بېاسناده» ګرځولي دي
بې پولي خبرېالان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو خپلسری نیونې، توقیف، او په ګڼ شمېر شړل چټک شوي دي.
د راپور له مخې، ډېری کسان پرته له دې چې قانوني اسناد یې وڅېړل شي، سم د لاسه د پولیسو له لوري تورخم ته لېږدول کېږي او طالبانو ته سپارل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې سازمان اندېښنو او پوښتنو ته ځواب نهدی ویلی.
د بې پولي خبرېالانو سازمان د جنوبي آسیا د څانګې مشرې سلیا مرسیه، پاکستان کې د افغان ژورنالستانو وضعیت «د نه زغم وړ» بللی او وايي:
«دغه خبریالان چې د طالبانو له ځورونو وتښتېدل، اوس په پاکستان کې هم د خپلسرو نیونو او جبري ایستلو سره مخ دي. دا د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. له پاکستان غوښتنه کوو چې د افغان خبرېالانو نیول او شړل سمدستي ودروي او د دوی د ویزو د تمدید پروسه بیا پیل کړي. له نړیوالې ټولنې هم غواړو چې د دوی د بیا مېشتېدو لپاره خوندي او بیړني لارې پرانیزي.»
د بې پولي خبرېالانو سازمان د هغو درېیو خبریالانو روایتونه هم خپاره کړي چې د امنیتي ګواښونو له امله یې هویت پټ ساتل شوی.
یو خبریال وایي، پولیس څو ځله د ده کور ته ورننوتي او هغه یې په مارکېټونو کې بیا بیا نیولی:
«اوس هېڅ ډول ویزه نه لرم. څو ځل مې د تمدید غوښتنه کړې، خو رد شوي دي. مېرمن مې ناروغه ده او حتی نه شم کولای ډاکتر ته یې یوسم. هره شیبه په ویره کې یو. که له پاکستان بېرته وشړل شم، طالبان به هېڅ رحم راسره ونه کړي.»
یو بل خبریال خپل حالت بیانوي چې له مېرمنې سره یو ځای نیول شوی او مېرمن یې پرته له دې چې اسناد یې وګوري، مستقیم د ډیپورټ دروازې ته لېږدول شوې:
«په توقیفخانو کې له ۶۰ زیات کسان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. پولیسو زموږ قانوني اسناد هېڅ ونه کتل. د ویزې د تمدید پروسه له میاشتو راهیسې بنده ده او پراخ فساد، د پولیسو شکونې او لګښتونه د کورنیو لپاره نهزغمل کېدونکي کړي.»
درېیم خبریال وايي چې د خبریالۍ کارت تر ښودلو سره سره پولیسو په زور نیولی او ټول اسناد یې ورڅخه ضبط کړي:
«کله چې بندر ته ورسېدو، هېچا زما خبره ونه اورېده. چې له پولي واوښتلم، یوازې بدن مې حرکت درلود، روح مې مړ و. وروسته مې د ملګرو په مرسته لنډمهاله ویزه واخیسته، خو بېرته پاکستان ته ستنېدل هم راته ډاډمن نه وو.»
دغه سازمان خبردارې ورکوي چې د ویزو د تمدید د پروسې بندېدل، خپلسري نیونې، اخاذۍ او د افغان کډوالو پرلهپسې نیول او شړل هغوی په داسې وضعیت کې اچولي چې «هره ورځ یې د خوندي ژوند د ختمېدو د شمېرنې په څېر» ده.
ډېری کسان له میاشتو او کلونو راهیسې د سفارتونو د انټروي په انتظار کې دي او په بشپړ بېبرخلیک حالت کې ژوند کوي.
بې پولي خبرېالان یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغان خبریالانو پرلپسې اخراج هغوی د نیول کېدو، شکنجې او د طالبانو د احتمالي انتقام له جدي ګواښ سره مخ کړي او له پاکستان او لویدیځ هېوادونو غواړي چې د یوې انساني فاجعې د مخنیوي لپاره بیړني ګامونه واخلي.
