رویټررز خبري اژانس په خپل راپور کې وايي چې د ټرمپ حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مهارت لرونکو کاریګرو د (ایچ، ۱بي) ویزې د غوښتونکو لپاره به څېړنې نورې هم سختې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه داخلي خبرتیا کې لیکلي، هر څوک چې د بیان د آزادۍ په سانسور کې لاس ولري، د هغه د ویزې غوښتنلیک به رد شي.
د (ایچ، ۱بي) ویزه هغه ویزه ده چې امریکایي شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې بهرني متخصصین د کار لپاره وغواړي.
دا ویزه د ټېکنالوژۍ لویو شرکتونو لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې دوی ډېری کارکوونکي له هند، چین او نورو هېوادونو څخه ګماري.
د دغو شرکتونو ډېری مشرانو په تېرې ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټرمپ ملاتړ کړی و.
رویټرز زیاتوي چې دا لارښوونه د دسمبر په ۲مه ټولو امریکایي سفارتونو ته استول شوې ده. چې له مخې یې د قونسلګریو مامورینو ته ویل شوي چې د (ایچ، ۱بي) غوښتونکو سی وي او لینکډین پروفایلونه، او همداراز د هغوی د کورنیو غړو سره د سفر اسناد وګوري، ترڅو روښانه شي چې ایا دوی د ناسمو معلوماتو خپرولو، د منځپانګې کنټرول یا تعدیل، د واقعیت ارزونه او د آنلاین امنیت برخو کې کار کړی کنه.
په دې ټلګراف کې ویل شوي دي:
«که داسې شواهد ومومئ چې یو غوښتونکی په امریکا کې د بیان د آزادۍ په سانسور کې ښکېل وي، نو باید د مهاجرت د قانون له مخې د هغه د نه اهلیت پرېکړه وشي.»
