د روسیې د تمبوف سیمې والي یفګیني پروویشووف نن چهارشنبه وویل چې د اوکراین د ډرون برید له امله د تیلوپه یوه زیرمه کې اور لګېدلی دی.
نوموړي د ټیلیګرام په یوه پیغام کې لیکلي: “اور وژونکي او د قانون پلي کوونکي سمدستي سیمې ته ورسېدل. ټول اړین ځواکونه او سرچینې فعالې شوې دي.”
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه د دې هیواد په بیلابېلو سیمو کې د ۱۰۲ اوکرایني ډرونونه مخه نیول شوي او ویجاړ شوي دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې تېره ورځ د روسیې او امریکا تر منځ د اوکراین په جګړه کې د سولې د پلانونو وروستي مذاکرات په مسکو کې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
