Uncategorized @ps روغتیا منځنی ختیځ

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایې، غزه کې د درملو نشتوالي له امله لسګونه کسان مري

العربیه اژانس وايي د بې‌پولې ډاکټرانوبنسټ خبرداری ورکړی چې په غزه کې د طبي مرستو د نشتون له امله د ناروغانو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او لسګونه کسان د نه درملنې له امله مري.

هاني اسلیم، چې د دې بنسټ لخوا غزې ته د طبي مرستو د لېږد چارو مشري کوي، وايي په سیمه کې اړتیاوې دومره زیاتې شوې چې شته ظرفیت ورته بسنه نه کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې سلګونه کسان لا دمخه د لېږد او درملنې په انتظار مړه شوي دي.

د دغه نړیوال روغتیايي سازمان د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۸ زرو ډېر ناروغان له غزې بهر درملنې ته لېږدول شوي، خو شاوخوا ۱۶ زره او ۵ سوه کسان لا هم له سیمې بهر بیړنۍ معالجې ته اړتیا لري.

اسلیم وايي کره شمېر تر دې څو چنده لوړ دي، ځکه د محدودو لارو له کبله زرګونه ناروغان لا نه دي ثبت شوي.

په وروستیو میاشتو کې د ناروغانو د لېږد بهیر په بې ساري ډول ورو شوی دی. د رفح د تګ راتګ لارې له تړل کېدو وروسته، د میاشتني انتقال شمېر له ۱۵۰۰ څخه یوازې شاوخوا ۷۰ ته راټیټ شوی. د بې پولې ډاکټرانو په وینا، دغه ځنډ نه یوازې د درملنې بهیر ګډوډ کړی، بلکې د مړینې کچه یې لوړه کړې ده.

اسلیم دغه راز وايي چې ډېری هېوادونه یوازې ماشومان د درملنې لپاره مني، په داسې حال کې چې د درملنې په تمه درې برخې ناروغان تر ۱۸ کلونو پورته عمر لري. هغه پر دې “انتخابي پالیسۍ” کلک انتقاد وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ناروغانو منل باید یوازې د اړتیا پر بنسټ وشي، نه د عمر، جنسیت او یا د کورنۍ د ملګري د شتون پر بنسټ.

بې پولې ډاکټرانو له نړیوالو هېوادونو وغوښتل چې د غزې سختو ناروغانو ته د درملنې دروازې پرانیزي او د مرستو بهیر کې د سیاسي لاسوهنې مخه ونیسي.