افغانستان کډوالي

د ایرلېنډ پلازمېنه کې په ۳ افغان کډوالو ډله یېز برید شوې او وهل شوي

د آیرلېنډ پلازمېنې ډبلین ته څېرمه د بریتاس په سیمه کې د یکشنبې په ورځ پر درېیو افغان پناه‌ غوښتونکو یو ډله‌ ییز برید شوی چې شاوخوا ۲۰ دقیقې یې دوام کړی دی.

د آیریش ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دوی د موټر ښیښې هم ماتې شوې دي.

محمد، چې د برید له قربانیانو څخه دی، آیریش ټایمز ته ویلي چې برید کوونکو پرې د نژادپالنې د لفظي توهینونو ترڅنګ فزیکي برید هم کړی او ورته یې ویل: «ای لعنتي مهاجره، له مخې نه ورکېږه.»

نوموړي زیاته کړه چې څلورو تنو پرې برید وکړ، د موټر ښیښه یې ماته کړه او د هغه پر سر، مخ او ګېډه یې  ګوزارونه وکړل.

د ده یو بل ملګری چې د موټر په شا څوکۍ کې ناست و، هم د ورته برید هدف ګرځېدلی دی.

د آیریش ټایمز په وینا، دغه درې افغانان څو میاشتې کېږي چې آیرلېنډ ته رسېدلي او د مهاجرت نړیوالو قوانینو مطابق پناه غوښتونکي دي؛ چې هغوی د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتېدلي دي.

محمد ویلي چې د یکشنبې تر پېښې وروسته د دوشنبې په ورځ بیا د ورته ډله‌ ییز تعقیب له امله په ویره او اندېښنه کې شوي، که څه هم تر دې پېښې مخکې یې په آیرلېنډ کې د ژوند عمومي تجربه مثبته وه.

تر برید وروسته، د سيمې دوو تنو اوسېدونکو مداخله کړې او حمله‌ کوونکي تېښتې ته اړ شوي.

د برید یوه برخه د ګرځنده ټیلیفون په وسیله ثبت شوې او پولیسو (ګاردا) ته سپارل شوې ده.

ګاردا دغه قربانیان د تالاګت پوهنتون روغتون ته لېږدولي، څو د هغوی سطحی ټپونه درملنه شي.