افغانستان بشري حقوق

طالبانو د خوست ولایت مرکز په ورزشي لوبغالي کې یو تن اعدام کړی

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې ددې ډلې مشر، هبت‌الله اخندزاده د حکم له مخې، یو کس په خوست ولایت کې قصاص شو.

د طالبانو سترې محکمې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د قصاص دغه حکم د سه شنبې په ورځ، د قوس ۱۱مه، په خوست ښار کې په ورزشي لوبغالي کې پلی شو.

اعلامیه زیاتوي چې د منګل په نوم یو کس د قصدي قتل په تور قصاص شوی دی.د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د منګل دوسیه د درې ګونو محکمو لخوا څېړل شوې او نن پرې د طالبانو د مشر د پرېکړې له مخې د قصاص حکم عملي شو.

د قصاص د غه حکم نن په خوست ولایت کې په عام محضر کې د خلکو په وړاندې پلی شو.

له بل پلوه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت، دغه قصاص نا انساني او بې رحمه بللی او غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې داسې سزاګانې بندې شي.