سرچینو امو ته تایید کړې چې د طالبانو یو پلاوی د پاکستان له هیئت سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی.تر دې دمه د دې پلاوي د غړو دقیق ترکیب او د خبرو وخت په اړه مشخص معلومات نه دي خپاره شوي.
سرچینې وايي په دې هیئت کې د انس حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمتالله نجیب، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ګډون د هغې پخوانۍ ډلې غړي شامل دي چې استانبول ته لیږل شوي و.
سرچینو دغه راز تایید کړې چې د پاکستان یو هیئت هم سعودي عربستان ته تللی دی.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي چې سعودي عربستان هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.
طالبانو او پاکستان مخکې په دوحه کې یو ځل او په استانبول کې دوه ځله خبرې اترې کړې، خو د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلې.
د پاکستان د تحریک طالبان ډلې پر وړاندې د طالبانو اقدامات د دې خبرو اترو یو له مهمو اختلافونو څخه و
.
ایران هم په وروستیو اونیو کې څو ځله د دې شخړو د حل لپاره هڅې تایید کړي او ویلي یې دي چې د دې موخې لپاره د یوې سیمیزې غونډې د جوړولو هڅه کوي.
په دې وروستیو کې د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ شخړې زیاتې شوي، او دواړو خواوو یو بل ته د خبرداریو په ژبه خبرې کړي دي.
د دې شخړو په دوام، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فضي کرښه د تګ راتګ لارې له ۵۱ ورځو راهیسې تړلې دي.
